سیاست
2 د لوستلو دقیقې
د ایران په اړه د ټرمپ او نتنیاهو په لیدنه کې «کره پایله نه ده ترلاسه شوې»
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له نتنیاهو سره له کتنې وروسته په «ټروت سوشل» (Truth Social) کې لیکلي: «له دې پرته چې ما ټینګار وکړ چې له ایران سره خبرې باید دوام ومومي ترڅو معلومه شي چې ایا یوه هوکړه کېدلی شي که نه، بله کومه کره پایله نه ده ترلاسه شوې.»
د ایران په اړه د ټرمپ او نتنیاهو په لیدنه کې «کره پایله نه ده ترلاسه شوې»
د ایران په اړه د ټرمپ او نتنیاهو په لیدنه کې «کره پایله نه ده ترلاسه شوې» / Reuters
 

نتنیاهو، چې له ایران سره په خبرو کې د امریکا د سخت دریځ غوښتونکی دی، سپینې ماڼۍ ته له یوې غاړې دروازې ننووت او دودیز تشریفاتي هرکلی ورته ونه شو.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له نتنیاهو سره له کتنې وروسته په «ټروت سوشل» (Truth Social) کې لیکلي: «له دې پرته چې ما ټینګار وکړ چې له ایران سره خبرې باید دوام ومومي ترڅو معلومه شي چې ایا یوه هوکړه کېدلی شي که نه، بله کومه کره پایله نه ده ترلاسه شوې.»

ټرمپ زیاته کړې: «که هوکړه شونې وي، ما لومړي وزیر ته وویل چې دا به یو غوره انتخاب وي. که نه وي، نو بیا به وګورو چې پایله به څه وي.» هغه همدارنګه د ایران پر اټومي پروګرام د امریکا د تېر کال بریدونه هم ور یاد کړل. هغه وویل: «سربېره پر دې، موږ په غزه او په عمومي توګه په سیمه کې د شوي لوی پرمختګ په اړه خبرې وکړې.»

د نتنیاهو دفتر وویل چې له ټرمپ سره د خبرو پر مهال لومړي وزیر «د ایران په اړه په خبرو اترو کې د اسرائیلو د دولت پر امنیتي اړتیاوو ټینګار وکړ.»

واک ته د ټرمپ له بیا رسېدو راهیسې د دواړو مشرانو ترمنځ دا اوومه لیدنه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه؛ نتنیاهو د یوې غاړې دروازې څخه ننوت او دودیز تشریفاتي ساتونکي یې هرکلي ته نه وو ولاړ.

نتنیاهو له ټرمپ سره وکتل ترڅو د ایران د اټومي خبرو په اړه د سخت دریځ نیولو غوښتنه وکړي، په داسې حال کې چې منځنی ختیځ لا هم د امریکا د پوځي برید له امله په وېره کې دی. د نتنیاهو دفتر یو عکس خپور کړی چې دواړه مشران په کې لاسونه ورکوي، خو خبریالانو ته د ننوتلو اجازه نه وه ورکړل شوې.

واشنګټن او تهران تېره اونۍ په عمان کې اټومي خبرې بیا پیل کړې. دا خبرې تېر کال د جولای په میاشت کې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د ایران پر اټومي سایټونو د امریکا له بریدونو وروسته ځنډول شوې وې.

 

وپلټۍ
په روسیه کې د تېلو پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید شوی دی
د برلین په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي، چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک دی.
په اندونیزیا کې د یوې فابریکې د اورلګېدنې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي
وزیر کوروم:"موږ به د نړۍ لپاره د حل لارو په لټه کې له هڅو لاس وانخلو ځکه چې نړۍ زموږ مشترک کور دی"
سعودي عربستان او مصر په خرطوم کې د ملګروملتونو په دفتر د ډرون برید په کلکو ټکو وغنده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
اوکراین: د روسیې له خوا د کریوی ریګ ښار ته د برید په پایله کې ۲ ملکي وګړي مړه شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ