افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
امریکايي هیئت د طالب چارواکو سره لیدنه کړې
طالبانو د امریکايي هیئت سره د اړیکو د نورمالولو او د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کړي دي
امریکايي هیئت د طالب چارواکو سره لیدنه کړې
/ AP

طالبانو ویلي، د ټرمپ ادارې له چارواکو سره یې په یوې داسې غونډه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پر عادي کولو خبرې کړې چې اصلي تمرکز یې د بندیانو پر تبادلې و.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د دوی د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي، د یرغمل شویو کسانو په چارو کې د ټرمپ له ځانګړي استازي ادم بوهلر، او د افغانستان لپاره یې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. طالبانو د خپلو خبرو اترو عکسونه هم خپاره کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د اتباعو اړوند مسایلو او په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو هر اړخیزې خبرې وشوې." په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې دا غونډه چېرته او کره کله ترسره شوې ده.

اعلامیې زیاته کړې چې امریکايي پلاوي د تېرې میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې د ویجاړوونکې زلزلې له امله خپله خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

د بندیانو تبادله

دواړو خواوو هوکړه وکړه چې پر مهمو مسایلو، په ځانګړې توګه په امریکا او افغانستان کې د بندیانو په اړه به خپلې اړیکې وساتي.

د افغانستان د لومړي وزیر مرستیال عبدالغني برادر دفتر له غونډې وروسته وویل: "ادم بوهلر د افغانستان او متحده ایالتونو ترمنځ د بندیانو مسئلې ته په اشارې سره وویل، چې دواړه هېوادونه به بندیان تبادله کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د تبادلې له تاییدولو ډډه وکړه او ویې ویل چې بوهلر کابل ته د دې لپاره تللی و چې "ممکنه لارې چارې ولټوي".

روبیو منځني ختیځ ته د تګ پر مهال خبریالانو ته وویل: "د ناقانونه نیول شویو کسانو لپاره زموږ ځانګړی استازی له څه مودې راهیسې خبرې اترې کوي".

"البته، د هر ډول معاملې یا تبادلې په اړه پرېکړه به د ولسمشر وي، خو موږ په کلکه غواړو چې هر امریکایی یا هر هغه څوک چې په ناقانونه توګه نیول شوی، خوشې شي. او له همدې امله هغه هلته تللی ترڅو وپلټي چې دا به څه ډول بڼه ولري."

 

 

وپلټۍ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
ایران وايي په بحرین او کویټ کې  په ۸۵ امریکايي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي