د بنګلادیش د هوايي ځواکونو اړوند د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله ګڼشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

چارواکو وویل چې ډیری قربانیان د کالج زده کونکي او کارمندان وو، پداسې حال کې چې پیلوټ - د جیټ یوازینی کس - هم د ټپیانو په ډله کې و.

په بنګلادیش کې یوې روزنیزې الوتکې سقوط وکړ / Reuters

د بنګلادیش د هوايي ځواکونو اړوند د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله ګڼشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د اور وژنې د خدماتو په وینا، د بنګله دیش د هوايي ځواک یوه روزنیزه الوتکه د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه ډاکه کې د یوه کالج په انګړ کې وغورځېده، چې لږترلږه ۱۹ کسان یې ووژل.

یوه چارواکي وویل، له ۱۰۰ څخه زیات نور د سوځېدو له امله  ټپیان شوي دي.

چارواکو وویل چې ډیری قربانیان د کالج زده کونکي او کارمندان وو، پداسې حال کې چې پیلوټ - د جیټ یوازینی کس - هم د ټپیانو په ډله کې و.

لنډمهاله حکومت  ددې پیښې له امله د سه شنبې په ورځ په ټول هیواد کې   ملي ویر اعلان کړ.

الوتکه د اوترا په ګاونډ کې د مایلسټون ښوونځي او کالج ودانۍ سره ټکر وکړ، چې په تصویرونو کې ښکاري چې د پيښې له ځایه ډیر زیات لوګي پورته کیږي.

د لنډمهاله حکومت د مشر ځانګړي مرستیال سید الرحمن، د تلفاتو تایید وکړ او ویې ویل، "له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ پورې کسان"، چې ۷۰ زده کونکي پکې شامل وو، د سوځېدو ټپونه یې درلودل او په ډهاکه کې روغتونونو کې بستر شوي دي.

د پوځ د رسنیو څانګې، د بین الخدمت عامه اړیکو وویل چې الوتکه په سیمه ایز وخت د ماسپښین په ۱:۰۶ دقیقو الوتنه کړې وه .

د ۲۰۱۸ کال په جولای کې، د بنګله دیش د هوايي ځواک دوه پیلوټان هغه مهال ووژل شول کله چې یوه روزنیزه الوتکه په جنوب لویدیځ جیسور ولسوالۍ کې وغورځېده.