نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
چين د دفاع دوو پخوانيو وزيرانو ته د فساد په تور د "تعليقي اعدام" سزا واوروله
د چین دوه پخواني د دفاع وزیران او مرکزي نظامي کمیسیون پخواني غړي د اعدام په سزا محکوم کړل
چين د دفاع دوو پخوانيو وزيرانو ته د فساد په تور د "تعليقي اعدام" سزا واوروله
چين د دفاع دوو پخوانيو وزيرانو ته د فساد په تور د "تعليقي اعدام" سزا واوروله / Reuters

د چين يوې پوځي محکمې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د دفاع دوه پخواني وزيران، وې فینګ‌هه (Wei Fenghe) او لي شانګ‌فو (Li Shangfu) د اداري فساد او بډو اخيستلو په تور په اعدام محکوم کړل، خو د سزا پلي کېدل يې د دوو کلونو لپاره ځنډولي  دي.

د شینهوا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، وې فینګ‌هه د بډو اخيستلو او لي شانګ‌فو د بډو اخيستلو او ورکولو په تور مجرم پېژندل شوي دي. دا دواړه کسان د چين د مرکزي نظامي کميسيون پخواني غړي او پخواني دولتي سلاکاران وو.

د محکمې د پرېکړې پر بنسټ، دواړه کسان د عمر تر پایه له خپلو سیاسي حقونو بې برخې شوي او ټولې شخصي شتمنۍ یې هم ضبط شوې دي.

د چين د قوانينو له مخې، کله چې د اعدام د سزا دوه کلن ځنډ پای ته ورسېږي او سزا يې په ټول عمر بند بدله شي، نو دوی به بيا په خپله سزا کې د نور تخفيف یا په مشروط ډول د خوشې کېدو  حق نه لري.

 

وپلټۍ
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي
ایران دا ادعا رد کړه چې ګواکې ازادې شوې پیسې باید پر امریکايي توکو مصرف شي
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي
روسیه وايي تېره شپه یې د اوکراین ۳۲۳ ډرون الوتکې نسکورې کړې دي
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ
ملګرو ملتونو څېړنه:ماشومانو په قصدي ډول په نښه کول په غزه کې د اسرائیلو د روانې نسل وژنې یوه برخه ده
ولسمشر اردوغان د  پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
د کاناډا په مونټریال کې په ډزو کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي
افغان طالبانو یو پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو په موخه اروپا ته سفر کوي.
د ایران لوړپوړی مذاکره کوونکی: د هرمز تنګی به د تهران لخوا اداره کیږي
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي