منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر : موږ په غزه کې کافي خلک وژلي، کافي ویجاړۍ مو کړي دي
پخواني اسرائیلي لومړی وزیر ایهود اولمرت د خپل ځای ناستي بنیامین نتنیاهو او د فلسطین  په اړه د هغه پر پالیسۍ او  په غزه کې په  جګړې سخته نیوکه وکړه.
د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر : موږ په غزه کې کافي خلک وژلي، کافي ویجاړۍ مو کړي دي
/ TRT World

موږ په غزه کې کافي خلک وژلي، کافي ویجاړۍ مو کړي دي

پخواني اسرائیلي لومړی وزیر ایهود اولمرت د خپل ځای ناستي بنیامین نتنیاهو او د فلسطین  په اړه د هغه پر پالیسۍ او  په غزه کې په  جګړې سخته نیوکه وکړه. 

اولمرټ د جرمني د دیرشپیګل ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل ، زه د نتنیاهو له حکومته پوښتنه کوم،"ایا هغوی په رښتیا غواړي چې برمته شوي کسان بېرته خوشې شي؟ هغوې پدې اړه هیڅ ندي کړي. برعکس، هغوی پدې کې شریک دي،"

هغه دا هم زیاته کړه چې اسرائیل داسې اعمال ترسره کوي چې د جنګي جنایتونو په توګه تفسیرېدلی شي.

د آلمانۍ اوونیزې مجلې دېر شپیګل په یوه مقاله کې، د اسرائیلو د پخواني لومړي وزیر ایهود اولمرټ سره مرکه خپره شوې، چې پکې یې د غزې په جګړه کې د اوسني اسرائیلي حکومت پر کړنو سختې نیوکې کړې دي.

اولمرټ پخپل باور څرګند کړی چې اسرائیلي حکومت د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره کافي کار نه دی کړی.

اولمرټ د یرغمل شوو کسانو د خوشې په مسئله کې د  حکومت پر ژمنتیا پوښتنه راپورته کړه چې ایا دوې په واقعي ډول غواړي چې دا یرغمل شوي کسان خوشې شي؟

هغه وویل چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې څخه لږ وروسته د ټولو ۲۵۱ یرغمل شویو کسانو د سمدستي خوشې کولو لپاره یو تړون ممکن و. هغه پدې باور دی چې حکومت هغه وخت د عامه خلکو د احساساتو له امله د دې وړاندیز په اړه فکر هم ونه کړ او پر ځای یې په پراخه کچه ځمکنی برید پیل کړ.

د جنګي جرمونو ادعاوې:

هغه وویل چې د غزې په جګړه کې "یو شمیر پېښې" د جنګي جرمونو په توګه تفسیر کیدی شي. اولمرټ په دې باور دی چې جګړه "غیرقانوني" ده او د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د "شخصي، سیاسي ګټو" له امله پر مخ وړل کیږي.

هغه دا موضوع د اسرائیلي سرتیرو له مرګ ژوبلې، د نورو یرغمل شویو کسانو د احتمالي له لاسه ورکولو او د بې ګناه فلسطینیانو وژلو سره تړلې وبلله او دا یې "یو جرم" یاد کړ.

اولمرټ په لویدیځه تړانګه کې د میشتوونکو د تاوتریخوالي مسلې ته هم اشاره وکړه. هغه ادعا وکړه چې اسرائیلي پولیس، اردو او حکومت "د بریدګرو د مخنیوي لپاره هیڅ نه کوي"، او دا "د بشریت ضد جرمونه دي چې د اسرائیلي پولیسو، اردو او حکومت د سترګو په وړاندې ترسره کیږي."

کله چې له اولمرټ څخه پوښتنه وشوه چې ایا نتنیاهو باید په نړیوالې جنایي محکمه کې محاکمه شي؟ هغه وویل چې د هغه غوره والی دا دی چې هغه پخپله  په اسرائیلو کې محاکمه شي. هغه د غزې د بشري ناورین په اړه هم تبصره وکړه او ویې ویل چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو تړون، حتی که د زرګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په لګښت هم وي، لږ تر لږه به د اکتوبر د ۷مې د برید بار په نسبي ډول کم کړی وای.

 

وپلټۍ
د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي چې د ناټو په سرمشریزه کې د تورکیې د ولسمشر اردوغان په خاطر ګډون کوي.
افغان پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر: د اسرائیلو له پاروونکو اقداماتو سره سره به په سیمه کې سوله بریا ومومي
قطر: د ایران د بیارغونې لپاره وړاندیز شوی ۳۰۰ ملیارده ډالري فنډ لاهم یو "لوړ هدف" دی
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي
ایران دا ادعا رد کړه چې ګواکې ازادې شوې پیسې باید پر امریکايي توکو مصرف شي
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي
روسیه وايي تېره شپه یې د اوکراین ۳۲۳ ډرون الوتکې نسکورې کړې دي
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ
ملګرو ملتونو څېړنه:ماشومانو په قصدي ډول په نښه کول په غزه کې د اسرائیلو د روانې نسل وژنې یوه برخه ده
ولسمشر اردوغان د  پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
د کاناډا په مونټریال کې په ډزو کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي