نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا د ملي امنیت ادارې مشر او مرستیاله له دندو ګوښه کړی شول
د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت ادارې  مشر او د هغه مرستیال د پنجشنبې په ورځ له خپلو دندو ګوښه کړی شول.
د امریکا د ملي امنیت ادارې مشر او مرستیاله له دندو ګوښه کړی شول
US Air Force General and Director of the National Security Agency (NSA) Timothy Haugh attends a House Intelligence Committee hearing about worldwide threats, on Capitol Hill in Washington, DC, US, March 26, 2025. / Photo: Reuters / Reuters

واشنګټن پوسټ د امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې جنرال ټیموتي هاګ د خپلې دندې له یو کال څخه لږ وخت وروسته له دندې ګوښه  کړی شو.

واشنګټن پوسټ زیاتوي د چارواکو له خوا د هاګ د ګوښه کېدو دلیل نه دی څرګند شوی.

هاګ د امریکا د سایبر قوماندې (US Cyber Command) مشر هم و، چې د سایبري جګړې لپاره د پنټاګون اداره ده او د بریدګرو او دفاعي سایبري عملیاتو مشري کوي.

 د واشنګټن پوسټ په وینا د امریکا د ملي امنیت  مرستیاله وینډي نوبل هم له خپلې دندې ګوښه او په پنټاګون کې په یوه بله دنده وګمارل شوه.

د ملي امنیت اداره  د امریکا د حکومت تر ټولو لویه او پټه استخباراتي اداره ده چې د سیګنالونو استخباراتو کې تخصص لري.

پنټاګون د فرانس پریس خبري اژانس د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.

هاګ چې ۲۰۲۴ کال د فبروري په میاشت کې په دنده ګمارل شوی و، مخکې یې د حکومت  سایبري امنیت په مشرۍ  په یو زیات شمیر لوړپوړو پوستونو کې دنده ترسره کړې ده.  

د امریکا په کانګرس کې دیموکرات غړي جیم هایمز وویل چې د هاګ ګوښه کېدل ورته "ډېر اندېښمنونکی" ښکاري.

هغه په یوه بیان کې چې په ایکس کې خپور شوی، وویل: "ما جنرال هاګ د یو رښتیني او صادق مشر په توګه پېژندلی چې قانون یې تعقیب کړی او د ملي امنیت لپاره یې کار کړی."

"زه وېرېږم چې همدا ځانګړتیاوې د دې ادارې په حکومت کې د هغه د ګوښه کېدو لامل شوې وي."

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له جنورۍ راهیسې د وسله والو ځواکونو په مشرتابه کې لوی بدلونونه رامنځته کړي دي.

ټرمپ د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا د پوځ لوړپوړی افسر جنرال چارلس "سي کیو" براون له خپلې دندې ګوښه کړ، پرته له دې چې د هغه د ګوښه کېدو دلیل څرګند کړي، په داسې حال کې چې د هغه څلور کلنه دوره لا بشپړه شوې نه وه.

د هغه اداره د فدرالي کارکوونکو د پراخو ګوښه کېدو او د حکومتي ادارو د له منځه وړلو هڅې کوي، په داسې حال کې چې د هغه دویمې دورې له پیلیدو  یوازې څو میاشتې تېرې شوي دي.

د امریکا د سایبر قوماندې مرستیال ویلیم جي هارټمن او د ملي امنیت  اجرائیوي مدیره شیلا توماس د  ملي امنیت  د سرپرست مشر او مرستیالې په توګه ټاکل شوي.

وپلټۍ
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي
اسرائیل به د امریکا په ملاتړ خبرو کې د جنوبي سیمو کنټرول لبناني ځواکونو ته وسپاري
روسیې د اوکراین بندرونو ته په روانو  کښتیو د ډرون برید کړی چې له امله يي یو تن هندي عمله ووژل شو
د یونان یوې محکمې د دولتي ملایانو پر وړاندې د احتجاج له امله ۴ تنه به خټه ترکان محکوم کړل
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي
د مسکو هوايي ډګرونه د نږدې ۶۰ ډرونونو له نسکورېدو وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شول
د اسرائیلو پوځ د لویدیځې غاړې اشغال شوې میشت ځای ته نږدې دوه کسان ووژل.
اسرائیل د امریکا او ایران د سولې تفاهم لیک سبوتاژ کولو ته هڅې کوي.
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
د ایران او سویس د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران او امریکا له خبرو وړاندې وکتل
د تورکیې ښځینه د والیبال ملي لوبډلې د والیبال نېشنز لیګ په سیالۍ کې خپله دریمه پرله پسې لوبه وګټله.
زیلینسکي په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د روسیې د پراخ برید خبرداری ورکړ
الجزیرې تلویزیون په غزه کې د خپل کامره مین له وژل کېدو وروسته د حساب ورکونې غوښتنه وکړه