نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د هاروډ پوهنتون یو ساینسپوهه د امریکا د کډوالۍ ادارې لخوا توقیف شوې
ډاکټر لیون پشکین، چې د هغې لارښود او د هارورډ د سیسټمونو بیولوژۍ په څانګه کې یو مهم څېړونکی دی، دا پېښه "وېرونکې" وبلله او ویې ویل چې د نړیوالو څېړونکو ترمنځ د زیاتېدونکو اندېښنو له امله د امریکا له تعلیمي ادارو څخه د تیښتو لړۍ پیل شوې ده.
د هاروډ پوهنتون یو ساینسپوهه د امریکا د کډوالۍ ادارې لخوا توقیف شوې
/ AP

د  هارورډ په طب فاکولته کې یو پرمختللی مایکروسکوپ چې د سرطان د تشخیص او د زړښت د څېړنې په برخه کې د انقلاب په څیر کلیدي ګڼل کېږي، د امریکا د کډوالۍ د نوي قانون له امله  په یوه ناڅرګند حالت کې قرار لري. دا ځکه هغه ساینسپوه چې د دې مایکروسکوپ د انځورونو د تحلیل کارپوه دی، د امریکا د کډوالو  په توقیف خونه کې ساتل کېږي.

د امریکا د ان بي سي نیوز د خبر له مخې ۳۰ کلنه روسي الاصله څېړونکې کسنیا پترووا، د تېرو دوو میاشتو راهیسې  د لوئزیانا په رچووډ اصلاحاتي مرکز کې د ICE لخوا توقیف شوې ده. دا وروسته له هغه چې د فبرورۍ په میاشت کې د بوستون په لوګان هوايي ډګر کې ونیول شوه توقیف شوې ده .

پترووا د هارورډ په کرشنر لابراتوار کې کار کاوه، چیرې چې هغې د مایکروسکوپي انځورونو د تحلیل لپاره اړین کمپیوټري سکریپټونه جوړ کړي وو. اوس هغه روسیې ته د احتمالي شړلو سره مخ ده، چیرې چې هغې د اوکراین د جګړې په اړه د خپل دریځ له امله د ځورونې وېره څرګنده کړې ده.

چارواکو ویلي دي چې هغې په څیړونو کې کاریدونکي مواد په بشپړه توګه د نه بیانولو له امله نیول شوې ده. امریکا چارواکي ادعا کوي چې هغې سرحدي پولیسو ته دروغ ویلي، خو پترووا دا تورونه ردوي او وایي چې د پروسې له امله مغشوشه شوې وه او د خپل راتلونکي په اړه بې خبره پاتې وه.

پترووا وایي: "هغوی وپوښتل چې ایا زما په سامان کې کوم بیولوژیکي نمونې شته؟ ما وویل هو. هېڅوک نه پوهېدل چې زما سره څه پېښ شوي. ما له خپل وکیل سره اړیکه نه درلوده... له هېچا سره مې اړیکه نه وه. او په بل ورځ، هغوی ونه ویل چې څه به وشي. زه په یوه حجره کې انتظار وم."

د پترووا وکیل، ګریګوري رومانوسکي، وایي چې د ګمرک د داسې سرغړونو لپاره معمولاً دوه جزاګانې ورکول کېږي: د توکو ضبط او یو جریمه چې معمولاً شاوخوا ۵۰۰ ډالره وي، او د لومړي ځل سرغړونې لپاره جریمه اکثره ۵۰ ډالرو ته راټیټېږي. خو د دې پر ځای، چارواکو د پترووا J-1 سکالر ویزه لغوه کړه. د هغې لومړنۍ د مهاجرت محکمه د سه شنبې لپاره ټاکل شوې ده.

ډاکټر لیون پشکین، چې د هغې لارښود او د هارورډ د سیسټمونو بیولوژۍ په څانګه کې یو مهم څېړونکی دی، دا پېښه "وېرونکې" وبلله او ویې ویل چې د نړیوالو څېړونکو ترمنځ د زیاتېدونکو اندېښنو له امله د امریکا له تعلیمي ادارو څخه د تیښتو لړۍ پیل شوې ده.

د NBC News د راپور له مخې، وروستي معلومات ښیي چې له ۱۵۵۰ څخه زیات نړیوال زده کوونکي او فارغان د خپل قانوني وضعیت د بدلون سره مخ شوي، او له دې څخه زیاتې دوه درجنې قضیې د ویزې د لغوه کېدو د اعتراض لپاره ثبت شوې دي.

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو