افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
د افغانستان په ختيځ کې په کونړ ولایت کې زورورې زلزلې په زرګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د یکشنبې په شپه د افغانستان په ځینو سیمو کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۶۱۰ کسان وژل شوي او ۱۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان په ختيځ کې په کونړ ولایت کې زورورې زلزلې په زرګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
افغانستان زلزله / X

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د یکشنبې په شپه د افغانستان په ځینو سیمو کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۶۱۰ کسان وژل شوي او ۱۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

په کابل کې د روغتیا چارواکو ویلي چې دوی لا هم د رسمي شمېرو د تایید په حال کې دي، ځکه چې هڅه کوي د لرې پرتو سیمو سره اړیکه ونیسي.

تر دې وړاندې د افغانستان دولتي راډیو ټلویزیون  راپور ورکړی و چې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان وژل شوي او ۱۰۰۰ نور ټپیان شوي دي، چې د زلزلې شدت ۶.۰ درجې و.

د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې  د معلوماتو له مخې، دا زلزله د یکشنبې په شپه د د ګرینویچ پر وخت د ماښام په  ۷ بجو او ۱۷ دقیقو د جلال آباد ختیځ-شمال ختیځ ۲۷ کیلومتره لرې په ۸ کیلومتره ژوروالي کې رامنځته شوې ده .

د افغانستان د  کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي انادولو خبري اژانس ته ویلي چې د کونړ ولایت په نورګل، څوکۍ، وټپور، منوګي او چپه دره ولسوالیو کې د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د مړو او ټپیانو شمېره وروستۍ نه ده، ځکه چارواکي لا هم د لرې پرتو سیمو له خلکو سره په اړیکه کې دي، او د مرستې ډلې د اغېزمنو سیمو پر لور روانې دي.

د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل سیمې او د نورګل ولسوالۍ د مزار دره سیمې ته تللې لارې د ځمکې ښویدنې له امله بندې شوې دي، چې د ژغورنې ډلو لپاره یې ستونزې جوړې کړې دي.

ځايي خلکو ویلي چې دا د هغو زلزلو له ډلې څخه ده چې په دې هېواد کې یې تر ټولو زیات ځواک درلود.

د افغانستان د لنډمهالې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې چې زلزلې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه په ایکس کې لیکلي: "له بده مرغه، د نن شپې زلزلې زموږ په ختیځو ولایتونو کې د ژوند او مال زیانونه اړولي دي."

مجاهد زیاته کړه چې ځايي چارواکي او خلک د ژغورنې په هڅو بوخت دي، او د مرکزي او نږدې ولایتونو د ملاتړ ډلې سیمې ته روانې دي.

"ټولې شته سرچینې به د ژوند ژغورنې لپاره وکارول شي،"

د امریکا د جیولوجیکي سروې په وینا، د دې لویې زلزلې وروسته په همدې سیمه کې د ۵.۲ شدت دوه نورې زلزلې هم شوې دي.

وپلټۍ
اوکراین د روسیې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یو نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.
د جنوبي کوریا KF-21 جنګي الوتکې د الوتنې د خوندیتوب سند ترلاسه کړ
د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې (بي ۵۲ ) بم غورځوونکې الوتکې سقوط وکړ.
امریکا ویلي دي د ایران د سولې د هوکړې له مخې د هرمز تنګی باید بې محصوله پرانیستل شي
تورکیه د امریکا او ایران د هوکړې هرکلی کوي؛ فیدان د تخریبي هڅو پر وړاندې د بیدارۍ غوښتنه وکړه
روسیې پر اوکراین له وژونکو بریدونو وروسته پر صومعې د برید تورونه رد کړل
د اسرائیلو اپوزیسیون د امریکا او ایران د هوکړې په اړه نتنیاهو "کمزوری او منزوي" وباله
انګلستان د ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو لاسرسی منع کړ
د پاکستان لومړي وزیر له امریکا سره د ایران په هوکړه کې  د ولسمشر اردوغان د قوي ملاتړ مننه وکړه
پاکستان کې د پولیس په ډزو کې یوه استرالیايي ماشومې ژوند د لاسه ورکړ او د هغه پلار او ورور ټپیان شول
اسرائیلي اشغالګرو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې موټرونه وسوځول او په يو جومات یې برید وکړ
په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له امله لږ تر لږه ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی
اروپايي ټولنه د اوکراین د غړیتوب غوښتنه مخته وړي، خو په مخکې یې ستونزمنه لاره ده
د امریکا په میسوري ایالت کې د یوې الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.