د اسپانیا د دفاع د وزیرې الوتکه، د روسیې پر فضا د تېرېدو پر مهال يي جي پي اس خراب شو

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دفاع وزیرې الوتکه چې د روسیې د کالینینګراد پر فضا د تیریدو پر مهال د جي پي اس د خرابوالي سره مخ شوې وه د بدیلو سیستمونو نه کار اخیستی او خوندي ده.

د اسپانیا یوه الوتکه چې د دفاع وزیره پکې سپره وه، د روسیې د کالینینګراد پر فضا د تېرېدو پر مهال د GPS ګډوډۍ سره مخ شوه. / AP

د اسپانیا یوه الوتکه چې  د دفاع وزیره پکې سپره وه، د روسیې د کالینینګراد پر فضا د تېرېدو پر مهال د GPS ګډوډۍ سره مخ شوه.

د اسپانیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې جیټ الوتکه د خوندي کنټرول لاندې ده، د لیتوانیا په لاره کې د بدیل تګ راتګ پروتوکولونو څخه کار اخلي.

د اسپانیا د دفاع وزارت ویلي، د دغه هېواد د دفاع وزیره مارګریتا روبلېس وړونکې یوه پوځي الوتکه د چهارشنبې په سهار د روسیې د کالینینګراد پر ساحه د تېرېدو پر مهال د  GPS ګډوډۍ سره مخ شوې وه، په داسې حال کې چې الوتکه لیتوانیا ته روانه وه.

د یوروپا پرېس د راپور له مخې، اسپانیوي چارواکي دغه پېښه د تخنیکي ستونزې پر ځای د الوتکې د ناویګیشن د سیستم د له مینځه وړلو هڅه ګڼي.

وزارت ویلي، الوتکه د خوندي کنټرول لاندې ده او د بدیلو ناویګیشن کړنلارو څخه کار اخلي.

دغه ګډوډي د روسیې په کالینینګراد کې رامنځته شوې چې د پولنډ او لیتوانیا تر منځ پرته ده او دروند پوځي حضور لري.

دې پیښې په ناټو کې، په ځانګړي ډول د ختیځې اروپا په هېوادونو کې، اندېښنې زیاتې کړې دي، ځکه چې د روسیې هوایی حریم ته نږدې هوایی لارې لا دمخه تر لوړې څارنې لاندې دي.

دښمنانه برېښنایي لاسوهنه

اسپانیې له مسکو څخه د وضاحت غوښتنه کړې او د دې تضمین یې غوښتی چې ملکي او پوځي الوتنې دې د دښمنانه برېښنایي مداخلې سره مخ نه شي.

حکومت دا ارزوي چې آیا دا ګډوډي د برېښنایي جګړې یوه قصدي هڅه وه که نه.

دا لومړی ځل نه دی چې د کالینینګراد ترڅنګ د GPS د ګډوډۍ پېښې راپور کېږي. د لوېدیځو الوتکو په اړه پخوانۍ پېښې د روسي ځواکونو د برېښنایي ګډوډۍ وسایلو ته منسوبې شوې دي.

هیڅ زیان یا د اړیکو پرې کېدل نه دي راپور شوي او الوتکه په خوندي ډول خپلې موخې ته ورسېده.