اردوغان: د ایران د جګړې په پلمه قبرس ته استول شوي اروپايي ځواکونه باید دایمي پاتې نشي

د تورکیې ولسمشر اردوغان د شمالي قبرس ترکي جمهوریت له ولسمشر سره په لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې انقره د شمالي قبرس ترکي جمهوریت څخه دفاع ته پوره چمتو ده.

By
اردوغان: د ایران د جګړې په پلمه قبرس ته استول شوي اروپايي ځواکونه باید دایمي پاتې نشي / User Upload

د تورکیې د ولسمشرۍ  ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر د اعلامیې له مخې، ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ د شمالي قبرس ترکي جمهوریت له ولسمشر طوفان ایرهورمان سره په لیدنه کې وویل، هغه نظامي ځواکونه چې د ځینو اروپايي هېوادونو لخوا د ایران جګړې په پلمه په قبرس کې ځای پر ځای شوي، باید دایمي پاتې نشي.

اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه چمتو ده چې د شمالي قبرس ترکي جمهوریت د دفاع لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي. هغه زیاته کړه چې انقره به هیڅکله اجازه ورنکړي چې د ترکي قبرس اوسېدونکو حقوق او ګټې تر پښو لاندې شي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا لیدنه په استانبول کې د ولسمشرۍ په "دولمه باغچه" ماڼۍ  دفتر کې ترسره شوه. اردوغان او ایرهورمان په دغه لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې.

له ولسمشر اردوغان سره په دې کتنه کې د تورکیې د ملي استخباراتي ادارې (MIT) مشر ابراهیم قالن، د بهرنۍ پالیسۍ او امنیت سلاکار عاکف چاغتای کلیچ، د عامه اړیکو رئیس برهان الدین دوران او لوړپوړي سلاکار ظفر چوبوکچو ملتیا کوله.