تورکیې او یونان پراخ دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړل

تورکیې او یونان د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه انقره کې د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د یونان د لومړي وزیر کییریاکووس میتسوتاکیس ترمنځ له لوړپوړو خبرو وروسته یو لړ دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړل.

By
تورکیې او یونان پراخ دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړل / Reuters

دا هوکړې د پانګونې، سمندري ټرانسپورټ، له طبیعي پېښو سره د مبارزې، کلتور، ساینس او ​​ټیکنالوژۍ برخې رانغاړي.

تورکیې او یونان د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه انقره کې د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د یونان د لومړي وزیر کیېریاکووس میتسوتاکیس ترمنځ له لوړپوړو خبرو وروسته یو لړ دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړل. دواړو مشرانو له یو په یو لیدنې وروسته، د تورکیې او یونان د لوړ پوړو همکاریو د شورا شپږمې غونډې مشري وکړه، چې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو هوکړه لیکونو د لاسلیک رسمي مراسم ترسره شول.

اردوغان او میتسوتاکیس د تورکیې جمهوریت د حکومت او د یونان جمهوریت د حکومت ترمنځ یوه ګډه اعلامیه هم لاسلیک کړه.

په لاسلیک شویو سندونو کې د تورکیې د ولسمشرۍ د پانګونې او مالیې دفتر او د یونان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ ادارې (Enterprise Greece) ترمنځ د همکارۍ یو تفاهم لیک هم شامل و. دغه تړون د تورکیې د دفتر مشر بوراک داغلي اوغلو او د یونان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هاریس تیوهاریس لاسلیک کړ.

د مسافربري بېړیو (Ro-Ro) خدمات

د ایزمیر بندر او د تیسالونیکي بندر ترمنځ د Ro-Ro مسافربري بېړیو د خدماتو د پیلولو په موخه، یو جلا تفاهم لیک د تورکیې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر محمد کمال بوزای او تیوهاریس لخوا لاسلیک شو. دوی د تور سمندرګي د اقتصادي همکاریو په چوکاټ کې د همکاریو د پیاوړتیا یو بل یادښت هم لاسلیک کړ.

د زلزلې پروړاندې چمتووالی

د پېښو د مدیریت په برخه کې، د زلزلې په وړاندې د چمتووالي او دوه اړخیزو همکاریو د زیاتولو تفاهم لیک د تورکیې د کورنیو چارو وزیر مصطفی چفتچي او د یونان د اقلیمي بحران او ملکي خوندیتوب وزیر ایوانیس کیفالوګیانیس لخوا لاسلیک شو.

همدارنګه، کلتوري همکاري د تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ایرسوی او د یونان د کلتور وزیرې لینا میندوني لخوا د یو بل یادښت په لاسلیکولو سره وڅېړل شوه. د ساینس او ​​ټیکنالوژۍ په برخه کې، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزارت او د یونان د پراختیا وزارت ترمنځ د همکارۍ یو ګډ هوکړه لیک د محمد فاتح کاجیر او تاکیس تیودوریکاکوس لخوا لاسلیک شو.