تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شپږو کلونو وروسته نن په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې لیدنه وکړه
ټرمپ : زه اردوغان ته ډیر زیات درناوې لرم، ځکه چې هغه یو ډیر پياوړی شخصیت دی / AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې لیدنه وکړه ، ولسمشر رجب طیب اردوغان د شپږو کلونو وروسته نن په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه وکړه.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د سپینۍ ماڼۍ په دروازه کې د ولسمشر اردوغان نه هر کلی وکړ. وروسته دواړو ولسمشرانو د سپینۍ ماڼۍ په بیضوي دفتر کې لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې د ولسمشر اردوغان سربیره د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان ، د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر، د ملي استخباراتو رئیس ابراهیم قالن او په واشنګټن کې د تورکیې سفیر هم ګډون کړی وو.

ټرمپ خبریالانو ته وویل چې د تورکیې ولسمشر اردوغان ته ډیر درناوی کوي ، ځکه چې دا یو ډیر پیاوړی مشر دی.

ټرمپ وویل "کله چې زه له واکه لرې وم، زموږ ملګرتیا روانه وه"، خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ:
ولسمشر اردوغان یو ستر پوځ جوړ کړی او په سپینه ماڼۍ کې د هغه نه کوربه توب زموږ لپاره یو ویاړ دی. زه او ولسمشر اردوغان له ډېرې مودې راهیسې ملګري یو. هغه یو ډېر د درناوي وړ شخصیت دی، په خپل هېواد، ټوله اروپا او ټوله نړۍ کې ورته ډېر درناوی کېږي.
په سپینه ماڼۍ کې د هغه کوربه توب زموږ لپاره ویاړ دی. دوی غواړي له موږ څخه F-16 او F-35 الوتکې واخلي، موږ به په دې اړه خبرې وکړو. خو زه دغه سړي ته ډېر درناوی لرم. موږ ډېرې ښې اړیکې لرو. هغوی موږ ته برونسن راوسپاره. دا یو ډېر مهم ګام و. برونسن ۳۵ کاله په زندان کې تېر کړي وو. زه ډېر خوشحاله یم چې د تورکیې ولسمشر مې تر څنګ وینم.

ولسمشر بیا خبریالانو ته وویل چې ، د ښاغلي ټرمپ سره ډیرې ښې اړیکې لرو، هم د هغه د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې او هم د ولسمشر په دویمه دوره کې د امریکا او تورکیې اړیکې یو نوي پړاو ته داخلې شوي دي. تاسو د هیبلیادا (Heybeliada) ښوونځي په اړه خبرې وکړې. د F-16 او F-35 موضوع هم شته. همداشان په یو زیات شمیر نورو مسئلو به هم خبرې وکړو.

ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ښاغلی اردوغان یو ډیر پیاوړی شخصیت دی. په خپل هېواد کې ډېر ښه کار کوي. زموږ د دواړو په اړیکو کې جګړه او سوداګري ډېر مهم رول لوبوي.
د روسیې او اوکراین جګړه روانه ده. جګړه دوام لري. اقتصادونه یې په ډېر بد حالت کې دي. په زرګونو کسان وژل شوي دي. د اوکراینیانو په پرتله ډېر روسان وژل کېږي. د پوتین مخه باید ونیول شي. موږ به په دې اړه خبرې وکړو. موږ به د خپلمنځي اړیکو په اړه وغږیږو.

همداشان ټرمپ وویل چې امکان شتون لري چې په تورکیې د کاټسا (CAATSA) بندیزونه لرې کړی شي.
ټرمپ: موږ به د F-35 په موضوع خبرې وکړو. زما په اند موږ به بریالي شو. تاسو غواړئ F-35 الوتکې ووینئ. موږ په ډېر جدیت سره خبرې کوو. دلته مهمې موضوعګانې شته. په دې به هم خبرې وشي. که موږ یوه ښه غونډه ترسره کړو، نو سمدستي د کاټسا بندیزونه لرې کولی شو.

ټرمپ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د غزې په اړه به نن کوم ګام واخیستل شي؟ وویل ،
هو، نن کیدای شي چې یو ګام اوچت شي. موږ له سعودي عربستان او د سیمې له مهمو هېوادونو سره خبرې کړې دي. له اسرائیل سره به هم خبرې وکړو. ډېر خلک مري. موږ غواړو ټول برمته شوي کسان ازاد کړو. موږ غواړو ټول برمته شوي په یو ځل ازاد کړو.
اوسمهال موږ په ډېر ښه وضعیت کې یو. موږ له ډېرو ځواکمنو مشرانو سره کار کوو. مصر هم استازیتوب کړی. موږ د نړۍ د هغې برخې له ځواکمنو هېوادونو او مشرانو سره خبرې کوو.

'ټول اردوغان ته درناوی لري'
ټرمپ د اوکراین او روسیې د روانې جګړې په درولو کې د تورکیې او ولسمشر اردوغان د رول په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، ولسمشر اردوغان د دواړو (پوتین-زیلینسکي) سره ښې اړیکې لري. دواړو لخوا ورته ډېر درناوی کېږي. هرڅوک اردوغان ته درناوی لري. زه هم همداسې. اردوغان پدې مسئله کې ځان بیطرفه نیولی دی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د سوریې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ،
زما په اند ولسمشر اردوغان په دې برخه کې مسؤل شخص دی. هغه سوریه د پخواني رژیم څخه وژغورله. اردوغان هغه کار وکړ چې له ۲۰۰۰ کلونو راهیسې یې د کولو هڅه کېده. باید حق یې ورکړل شي. له ۲۰۰۰ کلونو راهیسې هڅه کېږي چې سوریه اشغال شي. هغه سوریه وژغورله. دا د تورکیې او ولسمشر اردوغان بریالیتوب دی. اردوغان هم ډېر څه د ویلو لپاره لري. مونږ د ولسمشر اردوغان او البته د سعودي عربستان په غوښتنه په سوریې لګولي بندیزونه لرې کړل.ځکه چې ولسمشر اردوغان دلته یو له مسؤلو کسانو څخه دی.

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.