سیاست
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ وایي که د جون تر ۱۹مې نېټې پورې هېڅ هوکړه ونشي، نو د ټيک‌ټاک ضرب‌الاجل به تمدید کړي
د امریکا ولسمشر دې اپ ته دوه ځله د کانګرس له‌خوا لګول شوې بندیز څخه د معافیت مهلت ورکړی دی.
ټرمپ وایي که د جون تر ۱۹مې نېټې پورې هېڅ هوکړه ونشي، نو د ټيک‌ټاک ضرب‌الاجل به تمدید کړي
/ Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که د جون ۱۹مې نېټې پورې د چین پر بنسټ جوړ شوي شرکت بایټ ډانس لخوا د ټیک ټاک د امریکایي شتمنیو پلورلو په اړه کومه موافقه ونه شي، نو هغه به دغه نېټه وغځوي. ټیک ټاک هغه لنډ ویډیويي اپلیکیشن دی چې ۱۷۰ میلیونه امریکایان یې کاروي.  

ټرمپ د جمعې په ورځ د فلوریډا په پام بیچ کې د خپل مار-ا-لاګو استوګنځي کې د NBC نیوز پروګرام "میټ دی پریس ویت کریسټن ویلکر" سره په یوه مرکه کې وویل: "زه غواړم چې دا کار ترسره شي." دغه مرکه د یکشنبې په ورځ په ټوله امریکا کې خپرېده.

ټرمپ وویل چې هغه د ټیک ټاک لپاره یو ځانګړی ځای لري ځکه چې دې اپلیکیشن د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ځوانو رایه ورکوونکو د ملاتړ په ترلاسه کولو کې مرسته وکړه. هغه زیاته کړه: "ټیک ټاک – دا ډېر په زړه پورې دی، او دا به خوندي وي."

ټرمپ مخکې له دې هم دوه ځله د کانګرس لخوا د ټیک ټاک د بندیز د پلي کولو نېټه غځولې وه، چې په اصل کې د جنورۍ په میاشت کې نافذ کېدونکې وه.

یو تړون په کار و چې د ټیک ټاک امریکایي عملیات به په یوه نوي شرکت کې چې په امریکا کې به میشت وي او د امریکایي پانګه والو لخوا به اکثریت کنټرول او اداره کېږي، جلا کړي. خو دا تړون وروسته له هغه وځنډېد چې چین څرګنده کړه چې دوی به دا ونه مني، په ځانګړي ډول د ټرمپ لخوا د چینایي توکو پر وړاندې د لوړو تعرفو د اعلانونو وروسته.

ډیموکرات سناتوران استدلال کوي چې ټرمپ قانوني واک نه لري چې دغه نېټه وغځوي، او وایي چې هغه تړون چې تر غور لاندې و، د قانوني اړتیاوو سره سمون نه خوري. د بایټ ډانس د امریکایي پانګه والو یوې نږدې سرچینې تېره میاشت وویل چې د تړون پر کار لا هم د جون ۱۹مې نېټې مخکې کار روان دی، خو سپینه ماڼۍ او بیجینګ باید لومړی د تعرفو پر شخړه هوکړې ته ورسېږي.

ټرمپ NBC نیوز ته وویل چې چین غواړي یوې موافقې ته ورسېږي، ځکه چې د چینایي توکو پر وړاندې ۱۴۵ سلنه تعرفې د هغوی پر اقتصاد اغېز کړی ده. هغه زیاته کړه چې دی به تعرفې د خبرو اترو لپاره کمې نه کړي، خو کېدای شي په یوه پراخ تړون کې یې وروسته راټیټې کړي.

هغه وویل: "په یوه وخت کې، زه به تعرفې راکمې کړم، ځکه که داسې ونه شي، نو تاسو هېڅکله ورسره سوداګري نه شئ کولی. او هغوی ډېر غواړي چې سوداګري وکړي."

قانون غوښتنه کړې وه چې ټیک ټاک باید د جنورۍ تر ۱۹مې نېټې پورې خپل فعالیت ودروي، پرته لدې چې بایټ ډانس د اپلیکیشن د متحده ایالاتو شتمنیو ویش بشپړ کړي. ټرمپ د جنورۍ په ۲۰ نېټه د خپلې دویمې دورې د ولسمشرۍ د پیل سره پرېکړه وکړه چې دا قانون پلي نه کړي. هغه لومړی دغه نېټه د اپرېل لومړیو ته وغځوله، او بیا تېره میاشت یې د جون ۱۹مې پورې وغځوله.  

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.