افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
په کونړ ولایت کې د زلزلې له امله د مړو شمیره په چټکۍ سره مخ په لوړیدو ده
د افغانستان  په ختیځ کې د کونړ په ولایت کې  د یوې قوي زلزلې او ورپسې څو څو نورو زلزلو په نتیجه کې ، د کورونو له نړېدو له امله  په زرګونو  تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کونړ ولایت کې د زلزلې له امله د مړو شمیره په چټکۍ سره مخ په لوړیدو ده
افغانستان زلزله / AP

د افغانستان  په ختیځ کې د کونړ په ولایت کې  د یوې قوي زلزلې او ورپسې څو څو نورو زلزلو په نتیجه کې ، د کورونو له نړېدو  په زرګونو  تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ویلو ده چې دا زلزله تیره شپه د شپې په نیمايي کې رامنځته شوه چې نن د دوشنبې په ورځ یو پراخ ژغورنیز عملیات پیل شول.  چارواکو ویلي چې د دغو زلزلو له امله د مړو شمیر د ۸۰۰ تنو ته اوښتی دی او په چټکۍ سره مخ په لوړیدو دی.

اړوندTRT Global - د افغانستان په ختيځ کې په کونړ ولایت کې زورورې زلزلې په زرګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

زلزله د شپې ناوخته رامنځته شوه  او له کابل څخه یې تر ګاونډي پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد پورې ودانۍ ولړزولې. د امریکا د ځمکې پېژندنې سروې  ادارې په وینا، داسې اټکل کېږي چې څه باندې ۱.۲ میلیونه خلکو قوي یا ډېره قوي زلزله احساس کړې ده.

د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د زلزلې مرکز ته نږدې د افغانستان په ختیځ کې، یوازې د کونړ په لرې پراته ولایت کې شاوخوا ۸۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰۰ تنه ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه چې په ګاونډي ننګرهار ولایت کې ۱۲ نور کسان وژل شوي او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل: "ډېر کورونه ویجاړ شوي دي."

د ډېرو افغانانو کورونه له خټو او خاورو څخه جوړ شوي چې د نړېدو خطر یې ډېر دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په یوه بیان کې خبرداری ورکړی چې د کونړ ولایت په لرې پرتو ولسوالیو  کې ځینې  کلي تر ټولو سخت اغېزمن شوي دي "د سړکونو د بندېدو له امله د لاسرسي وړ نه دي".

طالبانو او ملګرو ملتونو ژغورنیزې هڅې پیل کړې او زیانمنو شویو سیمو ته یې مرستې ولېږلې.

د دفاع وزارت ویاند وویل چې تر اوسه ۴۰ الوتنې ترسره شوې دي. د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د کرنې ریاست یوه غړي وویل چې خلک د لرې پرتو کلیو ته د تګ لپاره د بندو سړکونو پاکولو لپاره هڅې کوي، خو زیانمنې شوې سیمې لرې دي او د مخابراتي شبکې ستونزې لري.

اعجاز الحق یاد اې ایف پي اژانس ته وویل: "ډېره وېره او تشنج شته... ماشومان او ښځې چیغې وهلې. موږ په خپل ژوند کې داسې څه نه وو تجربه کړي."

هغه وویل چې په زلزله ځپلو کلیو کې ډېری خلک له هغو څلورو میلیونو څخه دي چې په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. "دوی غوښتل خپل کورونه دلته جوړ کړي."

د امریکا د جیولوژیکې سروې ادارې په وینا، زلزله چې د ۸ کیلومترو په نسبتاً کمه ژوروالي کې شوې، د ننګرهار ولایت له جلال اباد ښار څخه ۲۷ کیلومتره لرې  رامنځته شوې.

ننګرهار او کونړ ولایتونه له پاکستان سره ګډه پوله لري، چې د تورخم له لارې ډېری افغانان چې له پاکستان څخه اخراج شوي یا مجبوراً وتلي دي، بېرته هېواد ته راستانه شوي، او ډېری وختونه د کار او پاتې کېدو لپاره ځای نلري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د طالبانو حکومت او څو هېوادونو له خوا د خواخوږۍ تر څنګ خپله خواخوږي هم څرګنده کړه.

هغه وویل: "د نن ورځې ویجاړوونکې زلزلې وروسته، زه د افغانستان له خلکو سره په بشپړ ډول ولاړ یم."

وپلټۍ
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو