نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف د روسي چارواکیو سره د لیدنې په موخه مسکو ته رسیدلی
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي وو چې د هغه ځانګړی استازی، سټيو ويټکوف، به د چهارشنبې په ورځ د روسي چارواکو سره ملاقات وکړي، ځکه چې سپينه ماڼۍ پر  مسکو د اوکراين جګړې په اړه د نورو بنديزونو په اړه غور کوي.
د امریکا د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف د روسي چارواکیو سره د لیدنې په موخه مسکو ته رسیدلی
/ AP

د امریکا د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف د روسي چارواکیو سره د لیدنې په موخه مسکو ته رسیدلی دی.

 د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي وو چې د هغه ځانګړی استازی، سټيو ويټکوف، به د چهارشنبې په ورځ د روسي چارواکو سره ملاقات وکړي، ځکه چې سپينه ماڼۍ پر  مسکو د اوکراين جګړې په اړه د نورو بنديزونو په اړه غور کوي.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وويل: "موږ سبا له روسيې سره ملاقات لرو. ګورو چې څه کيږي."

د ټرمپ د هغه پوښتنې په اړه چې ایا  امريکا پلان لري چې په هغو هېوادونو چې د روسېې څخه انرژۍ واردولو  ته دوام ورکوي، لکه چين، سل سلنه تعرفې ولګوي؟ ځواب ورکولو نه  ډډه وکړه.

ټرمپ وويل: "ما هېڅکله سلنه نه ده ياده کړې، خو موږ به په دې اړه ډېر څه وکړو. ګورو چې په راتلونکو لنډو وختونو کې څه کيږي."

ټرمپ زياته کړه چې امريکا به د چهارشنبې د خبرو وروسته د نوو بنديزونو په اړه "پريکړه وکړي."

دغه څرګندونې د اګست د اتمې نېټې څخه وړاندې شوې، چې ولسمشر روسيې ته د اوکراين سره د اوربند تړون لپاره مهلت  ټاکلې وه، که نه نو د امريکا فشار به زيات شي.

د سه شنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزارت وياندې، ټامي بروس، د ويټکوف د سفر پخلی وکړ.

هغې وويل: "موږ کولی شو له دې ځایه دا خبره تائيد کړو. د دې سفر جزئيات نه لرم."

هغې زياته کړه چې که څه هم ټرمپ د روسي ولسمشر ولاديمير پوتين او د مسکو کړنو څخه "خوښ نه دی"، خو هغه "د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډيپلوماتيکو حل لارو ته ژمن دی."

سپينې ماڼۍ د هغو هېوادونو پر وړاندې خبرداري زيات کړي چې د روسي انرژۍ وارداتو ته دوام ورکوي، او دا ډول پېرودنې يې د کرملين د جګړې ماشين لپاره د ژوند کرښه بللې ده.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ