تورکیه وايي ناټو هغه بالستیک مهمات شنډ کړي چې له ایران څخه د تورکیې فضا ته داخل شوي وو

تورکیې د دفاع وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي: «زموږ د هېواد د خاورې او هوايي فضا په وړاندې د هر ډول ګواښ پر وړاندې ټول اړین اقدامات په پرېکنده ډول او پرته له ځنډه ترسره کیږي.

By
تورکیه وايي ناټو هغه بالستیک مهمات شنډ کړي چې له ایران څخه د تورکیې فضا ته داخل شوي وو / Reuters


"د تورکیې د دفاع وزارت وايي چې د سیمه ییز کړکېچ په زیاتېدو سره به د خپلې خاورې په وړاندې هر ډول ګواښ ته غوڅ ځواب ورکړي.

تورکیې د جمعې په ورځ وویل چې له ایران څخه توغول شوي بالستیک مهمات چې د دغه هېواد فضا ته داخل شوي وو، «په ختیځه مدیترانه کې د ناټو د هوايي او توغندیزې دفاعي وسایلو له خوا شنډ شوي دي.» د دفاع وزارت په وینا، دا په یوه اونۍ کې درېیمه ورته پېښه ده.

د تورکیې د دفاع وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي: «زموږ د هېواد د خاورې او هوايي فضا په وړاندې د هر ډول ګواښ پر وړاندې ټول اړین اقدامات په پرېکنده ډول او پرته له ځنډه ترسره کیږي. له اړوند هېواد (ایران) سره مشورې روانې دي ترڅو د پېښې ټول اړخونه روښانه شي.»

اعلامیه زیاتوي: «په سیمه کې ټول پرمختګونه له نږدې څارل کیږي او ملي امنیت ته په لومړیتوب ورکولو سره یې ارزونه کیږي.»"