چین: افغانستان او پاکستان د یوې 'هراړخیزې حل لارې' پر لټولو موافقه وکړه
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماو نینګ، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د چین په لویدیځ ښار "اورومچي" کې د چین په منځګړیتوب له اوو ورځو خبرو اترو وروسته، ټولو خواوو پریکړه وکړه چې خپلو خبرو ته به دوام ورکوي.
چین حکومت اعلان وکړ چې افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې خپل منځی کړکېچ نور نه زیاتوي او د تېرو څو اونیو خونړیو سرحدي نښتو وروسته، چې په سلګونو کسان پکې ووژل شول، د ستونزو د حل لپاره پر یوې "هراړخیزې حل لارې" کار وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماو نینګ، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د چین په لویدیځ ښار "اورومچي" کې د چین په منځګړیتوب له اوو ورځو خبرو اترو وروسته، ټولو خواوو پریکړه وکړه چې خپلو خبرو ته به دوام ورکوي.
ماو نینګ په بیجینګ کې خبریالانو ته وویل: "درې واړو لوریو موافقه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د شته مسایلو لپاره پر یوې هراړخیزې حل لارې کار وکړي او هغه اصلي او لومړیتوب لرونکي مسایل یې په نښه کړل چې باید حل شي." هغې زیاته کړه چې ټولو لوریو دا ومنله چې "ترهګري هغه اصلي مسئله ده چې پر دوه اړخیزو اړیکو اغېز کوي."
افغانستان او پاکستان ژمنه وکړه چې داسې اقدامات به نه کوي چې وضعیت نور هم پېچلی یا کړکېچن کړي.
دا خبرې تیره اوونۍ د چین په بلنه په اورومچي کې پیل شوې ترڅو هغه جګړه ودروي چې د فبرورۍ په میاشت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پیل شوې وه. پاکستان، چې له خپل ګاونډي (افغانستان) سره یې "ښکاره جګړه" اعلان کړې وه، په افغانستان کې دننه ان په پلازمینه کابل کې هم هوايي بریدونه کړي وو. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ دا خبرې اترې "رغونکې" وبللې.
بشري وضعیت:
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د دې جګړو له امله ۹۴،۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي. همدارنګه د سرحد په دوو افغان ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ کسان د جګړې له امله له نورو سیمو په بشپړ ډول جلا او کلا بند پاتې دي.
ان د خبرو اترو پر مهال، افغانستان پر پاکستان تور پورې کړ چې په څو مواردو کې یې پر افغان خاوره توپچي بریدونه کړي دي. له بلې خوا، پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې وسله والو، په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان (TTP) ته پناه ځایونه ورکړل شوي، چې له هغه ځایه په پاکستان کې خونړي بریدونه تنظیموي. کابل تل دا تورونه رد کړي دي.