حماس د غزې د یوې ځايي وسله والې ډلې مشر د اسرائیلو سره په همکارۍ تورن کړی

حماس په غزه کې د یوې وسله والې ډلې مشر چې د اسرائیل سره په همکارۍ او لوټمارۍ تورن دی سمدلاسه د تسلمیدو غوښتنه کړې ده.

/ AP

حماس په غزه کې د یوې وسله والې ډلې مشر چې د اسرائیل سره په همکارۍ او لوټمارۍ تورن دی سمدلاسه د تسلمیدو غوښتنه کړې ده.

د حماس د کورنیو چارو وزارت په وینا، حماس د غزې د یوې وسله والې ډلې مشر ته چې د اسرائیلو سره د همکارۍ او د بشري مرستو په لوټلولو تورن دی د تسملمیدو په اړه لس ورځې مهلت ورکړی دی.

په دغه بیان کې ویل شوي چې دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د "انقلابي محکمې" لخوا شوې او د یاسر ابو شباب په نوم د یوې وسله والې ځايي ډلې مشر ته چې د حماس واک یې نه دی منلی، صادره شوې ده.

ابو شباب باور کیږي چې د غزې په جنوبي سیمه رفح کې وي، کومه سیمه چې اوس مهال د اسرائیلي پوځ تر کنټرول لاندې ده.

محکمې له فلسطینیانو غوښتي چې د هغه د ځای په اړه د حماس امنیتي ځواکونو ته معلومات ورکړي.

د هغه ډلې تر اوسه د تسلیمۍ امر ته عامه ځواب نه دی ورکړی.

حماس پر ابو شباب تور لګولی چې د ملګرو ملتونو د مرستو کاروانونه یې لوټ کړي او ادعا یې کړې چې هغه د اسرائیلو ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د سرچینو په وینا حماس د هغه د لمنځه وړو لپاره ځانګړي ځواکونه په دنده ګمارلي دي.

که څه هم اسرائیلو منلې چې په غزه کې د حماس پر وړاندې ځینې ډلې ددوې ملاتړ کوي، خو دا یې نه دي ویلي چې کومې ډلې دي.