د تورکیې ولسمشر د امریکا له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې د عامه اړیکو ریاست ویلي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ د ټیلیفون له لارې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، "یو سوله ییز، له تروریزم څخه پاک او له هر اړخه پرمختللی سوریه به د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي.
د تورکیې د اړیکو ریاست ویلي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ د ټیلیفون له لارې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
دغه ریاست د سهشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، ولسمشر اردوغان ټرمپ ته ویلي چې ترکیه په سوریه کې پرمختګونه "له نږدې" څاري او د سوریې یووالی، پیوستون او ځمکنۍ بشپړتیا د انقرې لپاره "مهم" دي.
مشرانو د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د مبارزې او د سوریې په زندانونو کې د داعش د غړو د وضعیت په اړه هم د نظر تبادله وکړه.
بیان زیاتوي، اردوغان ویلي، "یو سوله ییز، له تروریزم څخه پاک او له هر اړخه پرمختللی سوریه به د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي."
په غزه کې د سولې لپاره ترکیه له امریکا سره په همغږۍ کار کوي
د غزې په اړه، اردوغان وویل چې په غزه کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې روانې دي او زیاته یې کړه چې ترکیه به په دې برخه کې له امریکا سره په همغږۍ کار ته دوام ورکړي.
هغه د "غزې لپاره د سولې بورډ" ته د بلنې له امله له ټرمپ څخه مننه هم وکړه.
ټرمپ د سهشنبې په ورځ ویلي وو چې له اردوغان سره به "یوه ډېره مهمه" ټیلیفوني اړیکه ونیسي، "څوک چې زه یې ډېر خوښوم."
د جمعې په ورځ، سپینې ماڼۍ د دغه بورډ د جوړولو اعلان وکړ چې "په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې د تلپاتې پای ته رسولو او د دغې سیمې د بیارغونې" لپاره د ټرمپ د ۲۰ ماده ییز پلان په "پوره کولو کې به اړین رول ولوبوي"، او همدارنګه "د ستراتیژیکې څارنې، د نړیوالو سرچینو د راټولولو، او د حساب ورکونې د ډاډمن کولو په برخه کې به کار وکړي ځکه چې غزه له جګړې څخه سولې او پرمختګ ته ځي."
امریکا د "غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د جامع پلان" د دویم پړاو د پلي کولو لپاره "د غزې د ادارې لپاره ملي کمیټه"، یو بنسټ ایښودونکی اجراییوي بورډ، او د انتقالي چوکاټ د ملاتړ لپاره د غزې اجراییوي بورډ هم جوړ کړی دی.
ټرمپ د تورکیې د ولسمشر اردوغان په ګډون د دولت او حکومت یو شمېر نورو مشرانو ته هم بلنه ورکړې چې په دغه بورډ کې ګډون وکړي.