ټرمپ او پوتین به له 'ګټورو' خبرو وروسته په بوداپست کې سره لیدنه وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره له خبرو وروسته به د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د هنګري په بوداپست کې ورسره وګوري.
ټرمپ او پوتین به له 'ګټورو' خبرو وروسته په بوداپست کې سره لیدنه وکړي.
ټرمپ له اوکراین څخه د امریکايي توماهاک کروز توغندیو پر غوښتنې غور کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره له خبرو وروسته به د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د هنګري په بوداپست کې ورسره وګوري.
د دې لیدنې لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې، خو ټرمپ پر خواله رسنیو په یوه پیغام کې ویلي، دی باور لري چې "د نن ورځې په ټیلیفوني خبرو کې لوی پرمختګ شوی دی."
ټاکل شوې ده چې ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له مشر ولادیمیر زیلینسکي سره وګوري.
ټرمپ په خپله "ټروت سوشل" شبکه کې وویل: "زه باور لرم چې د نن ورځې په ټیلیفوني خبرو کې لوی پرمختګ شوی دی."
دواړو ولسمشرانو دا هم ومنله چې د دوی د لیدنې دمخه به د خبرو د دوام لپاره راتلونکې اونۍ خپل جګپوړي سلاکاران سره راغونډ کړي.
ټرمپ اعلان وکړ چې د امریکا د پلاوي مشري به د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو کوي، او نور چارواکي به وروسته ونومول شي.
ټرمپ وویل چې پوتین د غزې اوربند ته په اشارې سره، په منځني ختیځ کې د "سولې د لویې لاسته راوړنې" له امله امریکا ته مبارکي ورکړه.
ټرمپ هیله څرګنده کړه چې په منځني ختیځ کې دا بریا کولی شي په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو اترو کې د مثبتو پرمختګونو لپاره لاره هواره کړي.
د خبرو پر مهال له اوکراین جګړې وروسته د امریکا او روسیې ترمنځ پر سوداګریزو اړیکو هم خبرې وشوې.
دواړو مشرانو د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د راتلونکې همکارۍ پر پلانونو هم خبرې وکړې.
پر دې سربېره، ټرمپ وویل چې دی به د جمعې په ورځ په بیضوي دفتر کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره وګوري، ترڅو له پوتین سره د ټیلیفوني خبرو او نورو مسایلو په اړه بحث وکړي.
د توماهاک توغندي
ټرمپ له اوکراین څخه د امریکايي توماهاک کروز توغندیو د غوښتنې په اړه غور کوي، چې شاوخوا ۱۶۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي او کولی شي د روسیې په داخل کې ژور بریدونه وکړي.
یوه جګپوړي اوکرایني چارواکي د پنجشنبې په ورځ فرانس پریس اژانس ته وویل، د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د زیلینسکي د لیدنې پر مهال به "د بحث اصلي موضوع د توماهاک توغندي وي".
ټرمپ د اونۍ په پای کې خبرداری ورکړی و چې دی به دا موضوع لومړی له پوتین سره یاده کړي، چا چې خبرداری ورکړی چې د توماهاک توغندیو ورکول به "د تاوتریخوالي یوه نوې کچه" وي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ زیاته کړه چې اوکراینیان "غواړي تعرضي حالت غوره کړي" او دوی به د کروز توغندیو لپاره د کیف پر غوښتنې خبرې وکړي.
د امریکا مشر ویلي چې غواړي د سولې تړون لپاره پر مسکو فشار زیات کړي.
په ورته وخت کې د ټرمپ او زلنسکي ترمنځ اړیکې د فبرورۍ میاشتې راهیسې ښې شوي دي، کله چې دوی په سپینه ماڼۍ کې په یوه مشهوره تلویزیوني ناسته کې لفظي شخړه کړې وه او د امریکا مشر خپل اوکرایني سیال ته ویلي وو، "تاسې د لوبې واک په لاس کې نه لرئ."
پخوا به د توماهاک توغندي په عمده توګه له سمندري توغونکو لکه جنګي کښتیو یا اوبتلونو څخه توغول کېدل، خو اوکراینۍ سرچینې فرانس پریس اژانس ته ویلي چې "د توغولو د ځای لپاره تخنیکي حللاره شتون لري."
واشنګټن ته تللیو جګپوړو اوکرایني چارواکو په دې اونۍ کې د امریکایي وسلو جوړونکو استازو سره وکتل، چې په کې د رېتیون (Raytheon) شرکت هم شامل و، کوم چې د توماهاک توغندي تولیدوي.
اوکراینۍ سرچینې زیاته کړه، زیلینسکي به د وسلو له جوړونکو سره هم وګوري ترڅو په دې اړه خبرې وکړي چې د توغندیو لېږد به کله پیل شي، "خو دوی یوې سیاسي اشارې ته اړتیا لري."