تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
ناټو د بهرنیو چارو وزیران د مې په ۱۴ او ۱۵ مو نیټو په انتالیا کې غیرې رسمي غونډه کوي
د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د مې په ۱۴ او ۱۵ نېټو د تورکیې د بهرنیو چارو وزیرهاکان فیدان  په کوربه توب د تورکیې د  انټالیا په ولایت  کې د یوې غیر رسمي غونډې لپاره سره راټولیږي.
ناټو د بهرنیو چارو وزیران د مې په ۱۴ او ۱۵ مو نیټو  په انتالیا کې غیرې رسمي غونډه کوي
/ AA

د تورکیې ډیپلوماتیکو سرچینو د خالي په ورځ وویل، د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو استازي به په دې غونډه کې ګډون وکړي، چې د جون په ۲۴ او ۲۵ نېټو په هاګ کې د ناټو د مشرانو د غونډې لپاره د مشورو لپاره یو مهم فرصت برابر کړي.

د مې په ۱۴ نېټه د ماښام پر مهال، د بهرنیو چارو وزیران، د ناټو عمومي منشي مارک روته، او نور لوړپوړي چارواکي به د فیدان په کوربه توب په یوه ټولنیز پروګرام کې ګډون وکړي.

د مې په ۱۵ نېټه د سهار په مهال به د شمالي اتلانتیک شورا یوه غیر رسمي غونډه ترسره شي، چې پکې به د بهرنیو چارو وزیران د لومړیتوب مسایلو او د راتلونکې غونډې لپاره د احتمالي پرېکړو په اړه خپل نظرونه تبادله کړي.

د ائتلاف دننه د بار د ویش د بیاکتنې هڅې او د اروپایي امنیت راتلونکی جوړښت به د بحث مهم موضوعات وي.

تمه کېږي چې فیدان به د ناټو د یووالي او د مخنیوي وړتیا د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړي، او د یورو-اتلانتیک امنیت په بنسټیز رول کې د هر ډول کمزورتیا په وړاندې خبرداری ورکړي.

د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د یووالي اړتیا

فیدان به د تورکیې ژمنتیا په ګوته کړي او د دفاعي پانګونو او د ائتلاف سره د مرستو په زیاتولو کې به لا زیاتې هڅې وکړي. د ویلو ده د تورکیې دفاعي لګښتونه د ناټو د ۲ سلنه د GDP هدف څخه زیات دي.

تمه کېږي چې هغه به د دفاعي صنعت د همکارۍ پر وړاندې ټول خنډونه د لرې کولو غوښتنه وکړي او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د ریښتیني یووالي اړتیا په ډاګه کړي، د نږدې سیمو او منځني ختیځ د سولې او ثبات ملاتړ بیا تکرار کړي.

د غونډې په څنډه کې، فیدان به د خپلو سیالانو سره څو دوه اړخیزې ناستې هم ترسره کړي.

تورکیه چې له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې د ناټو غړې ده، د ائتلاف د دفاعي دریځ په برخه کې مرکزي رول لوبوي.

د ناټو د ځمکني قوماندې مرکز (LANDCOM) په تورکیه کې موقعیت لري، او دغه هېواد په استانبول کې د ناټو د چټک ځای پر ځای کېدونکي قول اردو مرکز کوربه دی.

تورکیه د ناټو د قوماندې او ځواک جوړښت په برخه کې د لوړ پوړو مرسته کوونکو هېوادونو په ډله کې راځي، او په دوامداره توګه د دې ماموریتونو او عملیاتو لپاره دوامداره ملاتړ برابروي.

 

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.