اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا د استخدام راپور په نړۍ کې د مایوسۍ ترڅنګ د ونډو د بازارونو بیې راټیټې کړې
د امریکا لوی شاخصونه د ورځې په پای کې له ۱.۲ سلنې څخه زیات راولوېدل، په داسې حال کې چې د پاریس او فرانکفورت بازارونه نږدې درې سلنه خپل ارزښت د لاسه ورکړل .
د امریکا د استخدام راپور په نړۍ کې د مایوسۍ ترڅنګ د ونډو د بازارونو بیې راټیټې کړې
/ AP

د امریکا متحده ایالتونو د استخدام د راپور د اعلان نه وروسته چې ټوله نړۍ مایوسه کړې ده او د اندیښنو او ناڅرګندۍ لامل ګرځیدلی دی د نړۍ د ونډو د بازارونو بیې د پام وړ راټیټې کړې. دا پرمختګ پداسې حال کې رامنځته کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ په لسګونو هیوادونو د نوو ګمرکي تعرفو د وضع کولو سره سم رامنځته شوی دی.

د امریکا لوی شاخصونه د ورځې په پای کې له ۱.۲ سلنې څخه زیات راولوېدل، په داسې حال کې چې د پاریس او فرانکفورت بازارونه نږدې درې سلنه خپل ارزښت د لاسه ورکړل .

په آسیا او اروپا کې هم زیانونه  د پام وړ لوړ دي، او د تېلو بیې د کمزوري غوښتنې د وېرې له امله په ښکته روانې شوې.

د امریکا د کار وزارت راپور ورکړ چې په جولای میاشت کې یوازې ۷۳,۰۰۰ نوې دندې رامنځته شوې، چې د تمې څخه ډېرې کمې وې.

د بې‌کارۍ کچه لږ څه لوړه شوه او له ۴.۱ سلنې څخه ۴.۲ سلنې ته ورسېده.

سربېره پر دې، د مې او جون د میاشتې د دندو شمېر هم د ۲۶۰,۰۰۰ په اندازه کم شوی و.

کارپوهانو وویل چې بازارونه د څو اونیو د ریکارډ لوړوالي وروسته د پلور لپاره د یوې پلمې په لټه کې وو.

په همدې حال کې، د ټرمپ د تعرفې زیاتوالی چې له ډېر وخت راهیسې یې اشاره ورکړې وه، عملي شو.

د پنجشنبې په ماښام، هغه اعلان وکړ چې په لسګونو سوداګریز شریکان چې اروپایي اتحادیه هم پکې شامله ده به د ۱۰ څخه تر ۴۱ سلنې پورې د نوو تعرفو سره مخ شي.

خو سپینې ماڼۍ وویل چې تعرفې به تر اګست ۷ پورې عملي نه شي، ترڅو هېوادونه د امریکا سره دوه اړخیزې معاملې وکړي.

ځینې هېوادونه لکه برتانیا، اروپایي اتحادیه، جاپان، او جنوبي کوریا  لا دمخه د هر اړخیزو تړونونو په ترلاسه کولو بریالي شوي دي.

د چین سره خبرې لا هم روانې دي، په داسې حال کې چې د یو نازک سوداګریز اوربند نیټه د اګست ۱۲ ته نږدې کېږي.

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.