تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
فیدان : ددې په هیله چې په استانبول کې د اوکراین او روسیې د مخامخ خبرو نه یوه ډیره ښه نتیجه ترلاسه شي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، هیله څرګنده کړې چې د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې به د دواړو جګړه کوونکو خواوو لپاره د نوي پیل لاره هواره کړي.
فیدان : ددې په هیله چې په استانبول کې د اوکراین او روسیې د مخامخ خبرو نه یوه ډیره ښه نتیجه ترلاسه شي
/ AA

هاکان فیدان د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غیر رسمي غونډې په پرانیست وینا کې وویل: "اوس، د درې کلونو له سختو کړاوونو وروسته، بالاخره د یوې نوې فرصت کړکۍ پرانیستل شوې ده."

تمه کیږي چې روسیه او اوکراین به په استانبول کې مستقیمې د سولې خبرې وکړي — چې دا به په نږدې دوه کلونو کې لومړی ځل وي — او تورکیه به یو ځل بیا د کوربه او منځګړي رول ولوبوي.

فیدان وویل: "په استانبول کې خبرې، ان شاءالله، د یوې نوې پاڼې د پرانیستلو سبب شي."

فیدان د ناټو په اوږدو کې د امنیتي شبکې د جوړولو اړتیا هم په ګوته کړه چې د امریکا د ټکساس ایالت څخه د تورکیې تر پلازمینې انقرې پورې وغځیږي.

فیدان د ناټو د غیر رسمي غونډې په دویمه ورځ خبریالانو ته وویل چې په یورو-اتلانتیک سیمه کې ګڼ شمېر مهم پرمختګونه روان دي.

هغه زیاته کړه: "د متحدو شریکانو په توګه، نن به موږ د دفاعي بار شریکولو د مدیریت، د دفاعي صنعت د بنسټ پیاوړتیا، او اوکراین ته د سولې د راوستلو په اړه مهم بحثونه وکړو."

هغه وویل چې متحدین به د دفاعي همکارۍ د پیاوړتیا او په اوکراین کې د سولې د ترلاسه کولو هڅو ته وده ورکولو باندې تمرکز وکړي.

فیدان زیاته کړه چې دغه غونډه به د جون میاشتې لپاره د ناټو د سرمشریزې لپاره هم بنسټ جوړ کړي چې ټاکل شوې په هاګ کې ترسره شي.

د انټالیا او استانبول په ښارونو کې د ډیپلوماسۍ د هممهاله پرمختګونو سره، تورکیه نه یوازې د ناټو د یوه مهم متحد په توګه ځان څرګندوي، بلکې د نړیوالو شخړو د حل لپاره د ډیپلوماټیک مرکز په توګه خپل نفوذ زیاتوي.

 

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.