تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
روسیه ادعا کوي چې په استانبول کې د اوکراین تړون د لویدیځو هېوادونو د مداخلې له امله له منځه ولاړ
د روسیې د امنیت شورا مشر سرګي شویګو ادعا کړې چې د روسیې او تورکیې له هڅو سره سره، د لویدیځو هېوادونو مداخلې د ۲۰۲۲ کال د اوکراین په اړه د استانبول د هوکړې د پلي کېدو مخه ونیوله.
روسیه ادعا کوي چې په استانبول کې د اوکراین تړون د لویدیځو هېوادونو د مداخلې له امله له منځه ولاړ
روسیه ادعا کوي چې په استانبول کې د اوکراین تړون د لویدیځو هېوادونو د مداخلې له امله له منځه ولاړ

د روسیې د ملي امنیت شورا مشر سرګي شویګو له ترکي همکار هاکان فیدان سره په کتنه کې ویلي چې مسکو او انقره د دغه تړون وروستي کېدو ته نږدې شوي وو.

د روسیې د امنیت شورا مشر سرګي شویګو ادعا کړې چې د روسیې او تورکیې له هڅو سره سره، د لویدیځو هېوادونو مداخلې د ۲۰۲۲ کال د اوکراین په اړه د استانبول د هوکړې د پلي کېدو مخه ونیوله.

شویګو د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د تورکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره د کتنې پر مهال وویل چې مسکو او انقرې د دغه تړون د چمتو کولو او پلي کولو لپاره نږدې کار کړی و.

شویګو وویل: "په هغه وخت کې د استانبول هوکړه د ګډو هڅو په پایله کې چمتو شوې وه. که د لویدیځ مداخله نه وی، موږ د دې کار د بشپړولو لپاره ټول فرصتونه لرل."

شویګو همدارنګه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د تورې بحیرې د غلو دانو د نوښت (Black Sea grain initiative) په اړه د خپلو ژمنو په نه پوره کولو تورن کړ.

هغه د ملګرو ملتونو او ګوترش ته په اشارې سره وویل: "روسیې او تورکیې خپل مسوولیتونه په بشپړه توګه ادا کړل. یوازینی لوری چې په خپلو ژمنو یې عمل ونه کړ، د تړون دریم لوری و."

دغه روسي چارواکي د مسکو او انقرې ترمنځ په یو لړ مسایلو کې د ګټورې همکارۍ پر تاریخچې رڼا واچوله. هغه په سوریه کې ګډو هڅو ته اشاره وکړه، چې په هغو کې د تاوتریخوالي د کمولو سیمو رامنځته کول او د تروریزم ضد عملیات شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې دواړو هېوادونو له سختو شرایطو سره سره تل یو بل ته د منلو وړ حل لارې موندلې دي.

شویګو د اوکراین اړوند مسایلو کې هم همکارۍ ته اشاره وکړه، چې په هغو کې د اوکراین له بندرونو څخه د ترکي کښتیو بېرته راستنېدل شامل دي.

هغه د دواړو هېوادونو پر وړاندې د اوسنیو ننګونو په اړه د بحث وړاندیز وکړ او ویې ویل چې که څه هم ځینې پخوانۍ ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي، خو د همکارۍ لپاره نوي فرصتونه هم رامنځته شوي دي.

 

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه