ساینس او ټکنالوژي
5 د لوستلو دقیقې
پاکستانی ستورمزلی به د چین په تشیال تمځای کې د لومړي بهرني په توګه تاریخ جوړ کړي
محمد ذیشان علي به د چین د «شېنجو-۲۴» (Shenzhou-24) ماموریت سره د علمي بار د متخصص په توګه یوځای شي، او لومړنی پاکستانی او بهرنی ستورمزلی به شي چې د «تیانګونګ» (Tiangong) تشیال تمځای ته ننوځي، چېرې چې به له چینايي عملې سره یوځای علمي تجربې ترسره کړي.
پاکستانی ستورمزلی به د چین په تشیال تمځای کې د لومړي بهرني په توګه تاریخ جوړ کړي
پاکستانی ستورمزلی به د چین په تشیال تمځای کې د لومړي بهرني په توګه تاریخ جوړ کړي / AP (Wire)
 

د چین په تشیال ماموریت کې لومړي بهرني ستورمزلي د سې‌شنبې په ورځ وویل چې کله د چهارشنبې په ورځ نوې عمله تشیال ته وخيژي، دی به له ځان سره «د ۲۵۰ میلیونه پاکستانیانو هیلې» یوسي.

بیجینګ د چین پر تشیال پروګرام میلیاردونه ډالر لګولي دي، چې ارزښتناک «تیانګونګ» تشیال تمځای یې د درېیو ستورمزلو د ټیمونو له خوا اداره کېږي او په معمول ډول هرو شپږو میاشتو کې بدلېږي.

د چین د انسان‌لېږدوونکي تشیال ادارې  ویاند جانګ جینګبو د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د «شېنجو-۲۴» ماموریت به د چهارشنبې په ورځ سهار ۸:۱۸ بجې  د چین په شمال لوېدیځه ګوبي دښته کې د جیوچوان  له توغولو مرکز څخه وتوغول شي.

پاکستانی د علمي بار متخصص، محمد ذیشان علي به لومړنی بهرنی ستورمزلی شي چې د چین «تیانګونګ» تشیال تمځای ته پورته کېږي.

علي وروسته د عملې د ورپېژندلو په یوه جلا خبري غونډه کې وویل: «زه پر خپلو اوږو د پاکستان نوم او د ۲۵۰ میلیونه پاکستانیانو هیلې وړم.»

نوموړي پر روانه چینايي (ماندارین) او اردو ژبه تر خبرو وروسته په انګلیسي ژبه وویل: «هر هغه ماشوم ته چې زما د مدار پر مهال ګوري، یوازې اسمان ته وګورئ او په یاد ولرئ چې زه هلته پورته ستاسو له خوبونو سره یم.»

تمه ده چې علي شاوخوا یوه اونۍ په تشیال کې تېره کړي، له چینايي عملې سره یوځای علمي تجربې ترسره کړي او بیا د «شېنجو-۲۳» (Shenzhou-23) تشیال‌بېړۍ په وسیله بېرته ځمکې ته راستون شي.

د چین د تشیال ادارې ویلي چې عمله به د دې ماموریت پر مهال شاوخوا ۹۰ علمي تجربې ترسره کړي.

علي به په یوه لنډ مداري الوتنه کې ګډون وکړي چې تمه ده شاوخوا پنځه ورځې دوام وکړي او بیا به د «شېنجو-۲۳» تشیال‌بېړۍ سره راستون شي، کومه چې د مې په میاشت کې له تیانګونګ سره نښتې وه.

نوموړی په تشیال کې لومړنی پاکستانی نه دی؛ تر دې وړاندې په موناکو کې مېشتې قطبي پلټونکې نمیره سلیم د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د «وېرجن ګالاکټیک» (Virgin Galactic) په «ګالاکټیک ۰۴» ماموریت کې تشیال ته الوتنه کړې وه.

علي او بل پاکستانی نوماند ستورمزلی خرم داود د روان کال په اپرېل کې په چین کې د روزنې لپاره غوره شوي وو.

له امریکا سره سیالي

بیجینګ په وروستیو کلونو کې پر خپل تشیال پروګرام درنه پانګونه کړې، څو له خپل اصلي سیال، متحده ایالاتو سره ځان برابر کړي.

پاکستان چې له بیجینګ سره نږدې ډیپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې لري، په دې هڅه کې یو طبیعي شریک ګڼل کېږي.

دا مهال په تیانګونګ تشیال تمځای کې د مېشتې عملې مشري ۴۰ کلن جو یانګجو کوي، او ورسره لای کا-یینګ او ۴۰ کلن جانګ جېیوان هم دي.

لای د هانګ کانګ لومړنۍ ستورمزلې او یوازینۍ مېرمن ده چې دا مهال په دغه تشیال تمځای کې شتون لري.

وروسته له هغه چې نوې عمله (چې ټول نارینه دي) تیانګونګ ته ورسېږي، د پاکستان علي به له لای او جانګ سره یوځای بېرته ځمکې ته راستون شي.

جو به په تمځای کې پاتې شي څو په تشیال کې د چین لومړنی بشپړ یو کلن استوګنځای بشپړ کړي؛ دا د زغم یوه مهمه ازموینه ده چې سپوږمۍ او احتمالي ژور تشیال ته د راتلونکو ماموریتونو لپاره حیاتي اهمیت لري.

له جو سره به د تیانګونګ په راتلونکي شپږ میاشتني پړاو کې ۵۱ کلن تجربه کار ستورمزلی تانګ هونګبو او د دېرش کلنۍ په وروستیو کې عمر لرونکی وو يي ملتیا وکړي، چې تشیال ته خپل لومړنی سفر کوي.

د چین د تشیال ادارې ویاند جانګ وویل چې د «لانګ مارچ-۲اېف» (Long March-2F) راکټ به ډېر ژر له سون‌توکو ډک شي، کوم چې به دا عمله تشیال ته ولېږدوي.

هغه وویل چې د عملې روغتیايي حالت ښه دی او تشیال تمځای په نورمال ډول فعالیت کوي او د ماموریت ټولې اړتیاوې پوره کوي.

هغه تړون د اوکراین له ټاکل شویو بندرونو څخه یو خوندي بشري سمندري دهلېز رامنځته کړ، چې ورسره د جګړې له امله د درېدلو غلو دانو، خوراکي توکو او کیمیاوي سرو حیاتي صادرات بېرته پیل شول.

یلدز د دې په یادولو سره چې یاد تړون په سمندر کې د جګړې د پراخېدو مخه نیولې وه، ټینګار وکړ چې تورکیه به په دې اوبلاره کې د تلپاتې ثبات د راوستلو لپاره له خپل جیوپولیټیک موقعیت، د اړیکو له پرانیستو چینلونو او د ډیپلوماټیکې منځګړیتوب له تجربې څخه کار واخلي.

هغه په سیمه کې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د انقرې لومړني اقدامات په ګوته کړل او د مونترو  کنوانسیون ۱۹مې مادې ته یې اشاره وکړه، کومه چې تورکیې ته واک ورکوي چې د وسله‌والې شخړې پر مهال د ښکېلو لوریو پر جنګي بېړیو د تورکیې تنګي وتړي.

یلدز تایید کړه چې انقرې دا تړون «په وفادارۍ او بې‌طرفۍ سره پلی کړی او همدې کار ته به دوام ورکړي.»

یلدز دې ته په اشارې سره چې تورکیه د تور سمندرګي تر ټولو اوږد ساحل لري، د تور سمندرګي د ماین پاکۍ کاري ډله  چې د ساحلي هېوادونو رومانیا او بلغاریا په ګډون جوړه شوې  د دې ثبوت په توګه یاده کړه چې سیمه‌ییزه همکاري د پام وړ پایلې ورکوي.

نوموړي د اوکراین له خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د انقرې پر کلک ملاتړ د بیا ټینګار ترڅنګ وویل چې د خبرو اترو له لارې حل‌لاره پر وړاندې د تګ یوازینۍ عملي لار ده.

 

وپلټۍ
په روسیه کې د تېلو پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید شوی دی
د برلین په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي، چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک دی.
په اندونیزیا کې د یوې فابریکې د اورلګېدنې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي
وزیر کوروم:"موږ به د نړۍ لپاره د حل لارو په لټه کې له هڅو لاس وانخلو ځکه چې نړۍ زموږ مشترک کور دی"
سعودي عربستان او مصر په خرطوم کې د ملګروملتونو په دفتر د ډرون برید په کلکو ټکو وغنده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
اوکراین: د روسیې له خوا د کریوی ریګ ښار ته د برید په پایله کې ۲ ملکي وګړي مړه شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ