سیاست
3 د لوستلو دقیقې
د استرالیا حکومت د ایران سفیر په استرالیا کې د یهود ستیزۍ په پیښو کې د لاس لرولو له امله وشړه.
د اسټرالیا حکومت د سې شنبې په ورځ د ایران سفیر وشاړه، او په هغه يي تور پورې کړ چې د  ملبورن او سیدني  په ښارونو کې د یهود ضد پيښو او بریدونو کې لاس درلود.
د استرالیا حکومت  د ایران سفیر  په استرالیا کې د یهود ستیزۍ په پیښو کې د لاس لرولو له امله وشړه.
/ AP

د استرالیا حکومت د ایران سفیر په استرالیا کې د یهود ستیزۍ په پیښو کې د لاس لرولو له امله وشړه.

د اسټرالیا حکومت د سې شنبې په ورځ د ایران سفیر وشاړه، او په هغه يي تور پورې کړ چې د  ملبورن او سیدني  په ښارونو کې د یهود ضد پيښو او بریدونو کې لاس درلود.

دا لومړی ځل دی چې اسټرالیا د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې یو سفیر له خپلې خاورې شړي.

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز وویل چې د استخباراتو ادارو دې پایلې ته رسېدلي چې ایران لږ تر لږه په دوو یهود ضد بریدونو کې لاس درلود.

د البانیز په وینا، تهران د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې د سیدني په بونډای سیمه کې په یوه کوشر کافې "لوئیس کانټینینټل کافې" په برید کې لاس درلود.

همدارنګه، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په میاشت کې د ملبورن په "اداس اسرائیل کنیسه" باندې برید هم د ایران په لارښوونه ترسره شوی و. د دواړو بریدونو په ترڅ کې هیڅ فزیکي زیان نه دی راپور شوی.

البانیز وویل: "دا د بهرني هېواد له خوا په اسټرالیایي خاوره کې د تیریو بې ساري او خطرناک عملونه وو، چې موخه یې د ټولنیز یووالي کمزوري کول او بې اتفاقي خپرول وو."

دپلوماتیکې اړیکې به دوام وکړي

اسټرالیا د ایران سفیر احمد صادقي "نامطلوب شخص" اعلان کړ او هغه ته او درې نورو چارواکو ته یې امر وکړ چې په اوو ورځو کې له هېواده ووځي.

اسټرالیا خپل سفیر هم له ایران څخه راوغوښت او په تهران کې یې د سفارت چارې وځنډولې.

د البانیز په وینا، د اسټرالیا دپلوماتان په یوه درېیم هېواد کې خوندي دي.

هغه زیاته کړه چې اسټرالیا به د ایران د انقلابي ګارډ ځواک د ترهګرې ډلې په توګه په قانون کې شامل کړي.

د بهرنیو چارو وزیرې پيني وانګ وویل چې دا د جګړې وروسته لومړی ځل دی چې اسټرالیا یو سفیر شړي.

هغې زیاته کړه چې اسټرالیا به له ایران سره دپلوماتیکې اړیکې وساتي ترڅو د اسټرالیایانو ګټې خوندي کړي.

اسټرالیا له ۱۹۶۸ کال راهیسې په تهران کې سفارت لري.

که څه هم له ۲۰۲۰ کال راهیسې اسټرالیایانو ته سپارښتنه شوې چې ایران ته سفر ونه کړي، وانګ وویل چې اوس د قونسلګرۍ مرستې چمتو کولو وړتیا "ډېره محدوده" ده.

هغې وویل: "زه پوهېږم چې ډېر اسټرالیایان په ایران کې کورنۍ اړیکې لري، خو زه له هغو کسانو څخه غوښتنه کوم چې ایران ته د سفر پلان لري، مهرباني وکړئ له دې کاره ډډه وکړئ."

هغې زیاته کړه: "زموږ پیغام دا دی، که تاسو په ایران کې اسټرالیایي یاست، که خوندي وي، اوس له هغه ځایه ووځئ."

د اسټرالیا د استخباراتو مشر مایکل برګس وویل چې د استخباراتي څېړنو په پایله کې د یهود ضد بریدونو او د ایران د انقلابي ګارډ ترمنځ اړیکې موندل شوې دي.

د برګس په وینا، چې د اسټرالیا د امنیتي استخباراتو سازمان عمومي رییس دی، ګارډ لږ تر لږه په دوو او "شاید" نورو بریدونو کې د یهودي ګټو پر وړاندې لاس درلود.

هغه ادعا وکړه چې دغه ځواک د استازو یوې پېچلې شبکې څخه کار اخیستی ترڅو خپل لاس لرل پټ کړي.

برګس ټینګار وکړ چې په اسټرالیا کې د ایران سفارت او د هغه دپلوماتان په دې قضیه کې ښکېل نه دي.

د اسټرالیا د استخباراتو اداره لا هم د نورو بریدونو په اړه د ایران د ښکېلتیا په اړه څېړنې کوي.

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.