نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا پوځ په کارابین کې د مخدره توکو په یوه مشکوکه کښتۍ برید کې څلور کسان وژلي دي
د چارواکو په وینا، د امریکا پوځ په کارابین سمندر کې د مخدره توکو د قاچاق په یوه ادعا شوې کښتۍ برید وکړ، چې په کې سپاره څلور کسان ووژل شول.
د امریکا پوځ په کارابین کې د مخدره توکو په یوه مشکوکه کښتۍ برید کې څلور کسان وژلي دي
د امریکا پوځ په کارابین کې د مخدره توکو په یوه مشکوکه کښتۍ برید کې څلور کسان وژلي دي / Reuters

دا برید په داسې حال کې شوی چې د امریکا پوځ په ایران کې پر بریدونو تمرکز لري، چیرته چې امریکایي جنګي بېړۍ او الوتکې پر دغه هېواد پرله‌پسې بریدونه کوي.

د چارواکو په وینا، د امریکا پوځ په کارابین سمندر کې د مخدره توکو د قاچاق په یوه ادعا شوې کښتۍ برید وکړ، چې په کې سپاره څلور کسان ووژل شول.

د امریکا سویلي قوماندانۍ  د چهارشنبې په ورځ په ایکس کې په یوه پوسټ کې وویل چې دغه بېړۍ "د کارابین په سمندر کې د نشه ‌يي توکو د قاچاق پر پېژندل شوو لارو تېرېده او د قاچاق په عملیاتو کې بوخته وه."

سویلي قوماندانۍ زیاته کړه: "په دې عملیاتو کې څلور نارینه د نشه‌ يي ترهګرو په توګه ووژل شول. د امریکا هېڅ پوځي ځواک ته زیان نه دی اوښتی."

متحده ایالاتو د سپټمبر له پیل راهیسې په کارابین او ختیځ پاسیفیک سمندر کې د مشکوکو قاچاقي بېړیو په نښه کول پیل کړي، او وروستی برید د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۱۶۳ ته رسولی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره ټینګار کوي چې هېواد یې په مؤثره توګه له هغو کسانو سره په جګړه کې دی چې هغه یې په لاتیني امریکا کې "د نشه ‌يي توکو ترهګر" بولي.

خو د ټرمپ ادارې لږ شواهد وړاندې کړي چې په نښه شوې بېړۍ واقعاً د نشه ‌يي توکو په قاچاق کې ښکېلې وې.

منتقدینو د دغو بریدونو قانونیت او اغېزمنتیا دواړه تر پوښتنې لاندې راوستي، او وايي چې دا د غیرقانوني وژنو په توګه ګڼل کیږي.

د کښتیو بریدونه په لاتینې امریکا کې دوام لري، په داسې حال کې چې د امریکا پوځ په منځني ختیځ کې هم پر عملیاتو تمرکز لري، چیرته چې امریکایي جنګي بېړۍ او الوتکې پر ایران پرله‌پسې بریدونه کوي، او اضافي سمندري ځواکونه او د ۸۲م هوايي لېوا سرتېري یا د استولو لپاره چمتو کېږي او یا هم سیمې ته پر لاره دي.

وپلټۍ
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد