بهرهان الدین دوران د تورکیې د عامه اړیکو د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د تورکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر برهان الدین دوران د ولسمشرۍ د فرمان له مخې د تورکیې د عامه اړیکو د نوي رئیس په توګه وټاکل شو. دغه فرمان د پنجشنبې په سهار په رسمي جریده کې خپور شو.

/ AA

بهرهان الدین دوران د تورکیې د عامه اړیکو د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د تورکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر برهان الدین دوران د ولسمشرۍ د فرمان له مخې د تورکیې د عامه اړیکو د نوي رئیس په توګه وټاکل شو. دغه فرمان د پنجشنبې په سهار په رسمي جریده کې خپور شو.

برهان الدین دوران  د فخرالدین التون ځای ناستی شو، چې د ۲۰۱۸ کال د جولای د ۲۵ راهیسې دغه دنده ترسره کوله او اوس د تورکیې د بشري حقونو او مساواتو د موسسې (TİHEK) مشر په توګه ټاکل شوی دی.

برهان الدین دوران د بوغازچي پوهنتون څخه د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په برخه کې لیسانس لري او د بیلکینت پوهنتون څخه یې په سیاسي علومو کې دوکتورا ترلاسه کړې ده.

هغه مخکې د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو ( سیتا )  بنسټ د عمومي همغږي کوونکي په توګه دنده ترسره کوله  او په ۲۰۱۸ کال کې د ولسمشرۍ د امنیت او بهرنیو سیاستونو شورا ته وټاکل شو.

دوران ۲۰۲۴ کال د مې په میاشت کې  د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وټاکل شو.

التون په ټولنیزو رسنیو کې د خپلې تبدیلۍ خبر تایید کړ او د ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه یې په هغه د باور او ملاتړ لپاره  له امله مننه وکړه، چې نږدې اووه کلنه دوره یې ورسره تېره کړه.

هغه ولیکل: "زه له زړه له کومې د ولسمشر څخه مننه کوم چې ماته یې دا دنده راوسپارله، خپلې کورنۍ، خپلو همکارانو چې د تورکیې د عامه اړیکو د  ماډل په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې، او د رسنیو غړو څخه چې د حقایقو لپاره په مبارزه کې ټینګ ولاړ دي مننه وکړه."

هغه دوران ته په نوې دنده کې د لا بریالیتوب هیله وکړه او هغه یې یو "ارزښتناک همکار او ورور" وباله چې له هغه سره یې د اوږدې مودې لپاره نږدې کار کړی و.