نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د هند په شمالي سیمو کې د سختو طوفانونو له امله نږدې ۹۰ کسان وژل شوي دي
چارواکو وویل چې د چهارشنبې په ورځ د هند تر ټولو ګڼ نفوسه ایالت اترپردیش کې د باران، ږلۍ او د سخت طوفان له امله نږدې ۹۰ کسان وژل شوي.
د هند په شمالي سیمو کې د سختو طوفانونو له امله نږدې ۹۰ کسان وژل شوي دي
د هند په شمالي سیمو کې د سختو طوفانونو له امله نږدې ۹۰ کسان وژل شوي دي / AP

د شمالي اترپردیش ایالت کې د سختو طوفانونو او زورور بارانونو له امله نږدې ۹۰ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې په نوي ډیلي کې د هوا د خرابوالي له امله د الوتنو عملیات هم ګډوډ شول.

چارواکو وویل چې د چهارشنبې په ورځ د هند تر ټولو ګڼ نفوسه ایالت اترپردیش کې د باران، ږلۍ او د سخت طوفان له امله نږدې ۹۰ کسان وژل شوي.

د چارواکو په وینا، په بيلابيلو ولسوالیو کې د مرګ ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

د مارچ څخه تر جون پورې د ګرم موسم پر مهال، د موسمي بارانونو تر راتګ مخکې، په دغه شمالي ایالت کې توپانونه عام دي.

د تلویزیون انځورونو ښودلې چې د توپان د سختو بادونو له امله ونې او لوی تبلیغاتي بورډونه له بېخه راایستل شوي او ځینې یې د دوړو او ماتو ټوټو د ورېځو ترمنځ پر موټرو راغورځېدلي، همداراز د سړک غاړې غرفو لرګین فرنیچر یې هم غورځولي دي.

یو چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه درلوده وویل: "شاوخوا ۸۹ کسان د طوفان، بریښنا او باران پورې اړوند پیښو له امله وژل شوي دي."

د ایالت د مرستندویه ادارې یوه چارواکي رویټرز ته ویلي چې ځینې کسان د ونو او د کورونو د دېوالونو د پرېوتو له امله وژل شوي، خو د ژغورنې د هڅو په اړه یې سمدستي جزییات نه دي ورکړي.

پولیسو د پنجشنبې په سهار په ایکس کې ولیکل، "د اداري چارواکو ټیمونه په دوامداره توګه د اغیزمنو سیمو څارنه کوي."

په عین حال کې، بارانونو د پلازمېنې نوي ډیلي ځینې برخې وځپلې او د اندرا ګاندي په نړیوال هوايي ډګر یې د الوتنو پر تګ‌ راتګ اغېز کړی.

وپلټۍ
د بشري حقونو له نیوکو سره سره، په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې پراخ بدلونونه پلي شول
د سویلي کوریا پخوانی ولسمشر یون د شمالي کوریا پر ضد د ډرون عملیاتو له امله په ۳۰ کلن بند محکوم شو.
اردوغان:د تورکیې سرې میاشتې د خپلو نړیوالو بشري هڅو له امله په نړۍ کې د ځان لپاره ځانګړی ځای جوړ کړی
د ایر انډیا الوتکې د غورځېدو د قربانیانو کورنۍ لا هم له یو کال وروسته د ځوابونو په تمه دي
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي