په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي
یوه افغان چارواکي ویلي، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په هوايي برید کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د افغان حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت: "د مرګ ژوبلې د شمیرو د لا لوړیدو په اړه جدي اندېښنې شتون لري."
یوه افغان چارواکي ویلي، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په هوايي برید کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.
د افغان حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر 'اېکس' ټولنیزه شبکه لیکلي: "پاکستاني پوځ نن ماښام شاوخوا ۹:۰۰ بجې د امید په نوم د اعتیاد د درملنې پر روغتون، چې د معتادینو د درملنې لپاره یو ۲۰۰۰ بستریز مرکز دی، هوايي برید کړی دی."
هغه وویل چې د برید په پایله کې د روغتون لویې برخې ویجاړې شوې دي او "د لوړ شمېر مرګ ژوبلې په اړه جدي اندېښنې شته."
هغه وویل پدې برید کې شاوخوا ۲۵۰ نورو کسان ټپيان شوي دي او زیاته یې کړه چې د ژغورنې ډلې دا مهال په سیمه کې فعالیت کوي.
د بله پلوه بیا د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د کابل تورونه رد کړل او ویې ویل چې اسلام اباد "په ډېر دقت سره پوځي تاسیسات او د ترهګرو د ملاتړ بنسټونه په نښه کړي دي، په شمول په کابل او ننګرهار (ولایت) کې د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان د تخنیکي تجهیزاتو او مهماتو زېرمې، چې د بې ګناه پاکستاني ملکي وګړو پر وړاندې کارول کېدې."
د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا برید وغانده او هغه یې "د ټولو منل شویو اصولو خلاف عمل او د بشریت ضد جنایت" وباله.
مجاهد ویلي دي چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې په بریدونو کې کټ مټ د اسرائیلو پالیسي تعقیبوي او پر روغتونونو او ملکي بڼسټونو بریدونه کوي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې وروسته له هغه خرابې شوې چې تېره میاشت سرحدي کړکېچ ډېر شو او د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو لامل شو.
د فبرورۍ له وروستیو راهیسې، دواړو خواو ته په نښتو کې ۱۰۷ کسان وژل شوي دي، چې په پاکستان کې ۱۳ سرتېري او پنځه ملکي وګړي شامل دي، او یو سرتېری لا هم ورک دی.
د کابل په وینا، په افغانستان کې ۱۳ سرتېري او ۷۶ ملکي وګړي وژل شوي دي. په دې شمېره کې هغه تازه مرګ ژوبله نه ده شامله چې افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ یې ادعا وکړه.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ له ۲۶مې څخه د مارچ تر ۵مې نېټې پورې په افغانستان کې د ۱۸۵ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوی، چې په کې د غیر مستقیمو ډزو او هوايي بریدونو له امله ۵۶ مړینې هم شاملې دي.