نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روسي ډرونونو د اورګاډي پټلۍ په نښه کړه، اوکراین د مسکو تر کنټرول لاندې اټومي بټۍ وویشتله
چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین په مرکزي کئيرووهراډ سیمه کې د شپې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې برید په جزوي ډول بریښنا قطع کړه او د اورګاډي چلند یې ګډوډ کړ.
روسي ډرونونو د اورګاډي پټلۍ په نښه کړه، اوکراین د مسکو تر کنټرول لاندې اټومي بټۍ  وویشتله
/ Reuters
 

روسي ډرونونو د اورګاډي پټلۍ په نښه کړه، اوکراین د مسکو تر کنټرول لاندې اټومي بټۍ وویشتله

روسیه او اوکراین د یو بل تر کنټرول لاندې سیمې په نښه کول روان ساتلي دي.

چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین په مرکزي کئيرووهراډ سیمه کې د شپې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې برید په جزوي ډول بریښنا قطع کړه او د اورګاډي چلند یې ګډوډ کړ.

انډري رایکویچ د ټیلیګرام په پیغام رسونې اپ کې لیکلي: «تر اوسه د سیمه ییز مرکز او د اولیکساندریوکا د سیمې ۴۴ کلي د برېښنا له جزوي پرې کېدو سره مخ شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې ځینې خصوصي کورونه هم زیانمن شوي او د اورګاډي سفر ګډوډ شوی دی. بیړنیو خدماتو په درېیو ځایونو کې د اور وژنې راپور ورکړی او ویلي یې دي چې هېڅ تلفات نه دي اوښتي.

د اورګاډي شبکه تر برید لاندې ده

د اوکراین مرستیال لومړي وزیر اولیکسي کولېبا وویل، روسي ځواکونو د شپې په برید کې د اورګاډي زیربناوې په نښه کړې، پرته له دې چې ځای یې مشخص کړي.

هغه وویل: «د داسې بریدونو څرګند هدف د مسافرو او بار وړونکو ترانسپورت ګډوډول، د ترانسپورت باثباته فعالیت ګډوډول، او پر خلکو او اقتصاد اضافي فشار راوړل دي.»

په ورته وخت کې، د رئیا خبري اژانس د فابریکې د استازي په حواله راپور ورکړی چې د اوکراین له برید وروسته د زاپوریزیا اټومي بټۍ د تیلو ذخیره کولو په تاسیساتو کې اور لګیدلی دی.

نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د سې شنبې په ورځ وویل، د دغې بټۍ په سیمه کې یې ټیم د ډزو غږونه اورېدلي او لیدلي یې دي چې له درېیو نژدې ځایونو څخه تور لوګی پورته کېده.

وپلټۍ
د برلین په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي، چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک دی.
په اندونیزیا کې د یوې فابریکې د اورلګېدنې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي
وزیر کوروم:"موږ به د نړۍ لپاره د حل لارو په لټه کې له هڅو لاس وانخلو ځکه چې نړۍ زموږ مشترک کور دی"
سعودي عربستان او مصر په خرطوم کې د ملګروملتونو په دفتر د ډرون برید په کلکو ټکو وغنده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
اوکراین: د روسیې له خوا د کریوی ریګ ښار ته د برید په پایله کې ۲ ملکي وګړي مړه شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.