سیاست
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ : ممکن ډیر ژر د روسیې د ولسمشر پوتین سره مخامخ لیدنه وکړو
سپینې ماڼۍ ویلي چې روسان غواړي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري او ټرمپ هم د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او هم د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره لیدنې ته چمتو دی. ټرمپ هم په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ډیر ژر  ممکن له پوتین سره وګوري.
ټرمپ : ممکن ډیر ژر د روسیې د ولسمشر پوتین سره مخامخ لیدنه وکړو
/ DPA

سپینې ماڼۍ ویلي چې روسان غواړي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري، او ټرمپ هم د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او هم د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره لیدنې ته چمتو دی. ټرمپ هم په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ډیر ژر  ممکن له پوتین سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ وویل چې د ټرمپ او پوتین لیدنه ډیره ممکنه ده. لیویټ وویل: "لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ نن په ټروت سوشیل (Truth Social) کې شریک کړل، د ځانګړي استازي (سټیو) ویتکوف د ولسمشر پوتین سره په لیدنه کې ډیر پرمختګ شوی دی.

روسانو د ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې هیله څرګنده کړه او ولسمشر ټرمپ هم وویل چې هغه د دواړو، ولسمشر پوتین او ولسمشر زیلینسکي، سره خبرو ته چمتو دی."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مسکو کې د امریکا او روسیې ترمنځ له خبرو اترو وروسته وویل چې ډیر احتمال شته چې ډیر ژر به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

ټرمپ په  سپینه ماڼه کې  د اپل  کمپنۍ د نویو پانګونو د اعلان په اړه جوړې شوې غونډه کې  د روسیې-اوکراین د وضعیت په اړه څرګندونې وکړې.

ټرمپ وویل چې هغه غواړي د روسیې او اوکراین جګړه ژر تر ژره پای ته ورسیږي، او ټینګار یې وکړ چې په مسکو کې خبرې ډیرې ګټورې وې او په دې برخه کې به یې هڅې دوام وکړي.

د پوتین سره د نږدې لیدنې د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، ټرمپ وویل: "هو، د دې د ترسره کیدو احتمال ډیر زیات دی. موږ لاهم پریکړه نه ده کړې چې چیرته به وي. لاره اوږده ده، خو ډیر ژر د یوې لیدنې ترسره کیدو احتمال ډیر لوړ دی."

د امریکا ولسمشر د غونډې د وخت په اړه په احتیاط خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې هغه پخوا د پوتین له چلند څخه مایوسه شوی و.

 

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو