نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له میاشتو فشارونو وروسته خپله استعفا اعلان کړه. په دې سره به بریتانیا په یوه لسیزه کې خپل اووم لومړی وزیر وګوري.
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه

سټارمر وايي، تر هغه به په خپله دنده پاتې وي چې د ده ځای ناستی وټاکل شي؛ د فشارونو زیاتېدو او پارلمان ته د هغه د سیال "برنم" بیا راتګ د نوي مشرتابه لپاره سیالي پیل کړې ده.

د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له میاشتو فشارونو وروسته خپله استعفا اعلان کړه. په دې سره به بریتانیا په یوه لسیزه کې خپل اووم لومړی وزیر وګوري.

سټارمر، چې د ۲۰۲۴ کال له جولای راهیسې په دنده بوخت و، د دوشنبې په ورځ د لومړي وزیر د دفتر څخه بهر په خپله وینا کې ومنله چې په "لیبر ګوند" کې یې د پارلمان د غړو ملاتړ له لاسه ورکړی دی. هغه وویل چې پاچا چارلس ته یې د خپلې استعفا په اړه خبر ورکړی، ترڅو د لیبر ګوند نوی مشر او په پایله کې نوی لومړی وزیر وټاکل شي.

هغه وویل: "زه به د نوي مشر تر ټاکل کېدو پورې په خپله دنده پاتې شم او هڅه به وکړم چې واک په منظم ډول نوي مشر ته ولېږدول شي."

د سټارمر واک او نفوذ د تېرې مۍ میاشتې په سیمه ییزو ټاکنو کې د لیبر ګوند له سختې ماتې وروسته په کمېدو و. هغه وروسته له هغه نور د فشارونو پر وړاندې مقاومت ونه شو کړای، کله چې تېره اونۍ تایید شوه چې د هغه پخوانی سیال "اینډي برنم"  پارلمان ته راستنیږي، چې دې کار د مشرتابه د بدلون لپاره لاره هواره کړه.

د ځای ناستي لپاره مهالوېش
اینډي برنم، چې د لیبر ګوند تجربه لرونکی سیاستوال دی، د پنجشنبې په ورځ په شمال لویدیځه انګلستان کې د پارلماني ټاکنو له ګټلو وروسته، نن دوشنبه په پارلمان کې خپله څوکۍ سمبالوي.

سټارمر په داسې حال کې چې احساساتي شوی و او ستونی یې ډک شوی و، وویل: "زما ګوند اوس دا پوښتنه کوي چې ایا زه د راتلونکو عمومي ټاکنو لپاره د دوی د مشرۍ لپاره غوره کس یم؟ ما د دې پوښتنې ځواب له خپلو ملګرو واورېد او په ورین تندي یې منم." هغه زیاته کړه: "زما هره پرېکړه د خپل هېواد د ګټو لپاره وه، له همدې امله د لیبر ګوند له مشرۍ استعفا کوم."

سټارمر وویل چې د نوي مشر د ټاکلو لپاره به د نوم لیکنې لړۍ د جولای په ۹مه پیل شي، ترڅو د سپټمبر میاشتې تر رخصتیو وړاندې نوی لومړی وزیر په کار پیل وکړي.

اوس ټول پام دې ته دی چې ایا برنم به بې له کومې سیالۍ مشر وټاکل شي او که نور کاندیدان لکه د روغتیا پخوانی وزیر "ویس سټریټینګ" به هم ځان کاندید کړي. د لیبر ګوند د اصولو له مخې، د ګوند مشر باید حتماً د پارلمان غړی وي.

'وروستی چانس'
که څه هم سټارمر ټینګار کاوه چې د خپلې چوکۍ ساتلو لپاره به مبارزه وکړي، خو تېره اونۍ د برنم بریا او له هغې وروسته پر سټارمر د خپلو وزیرانو فشارونه تر هغه حده وو چې نوموړي یې نور تحمل نه شو لرلی.

د راپورونو له مخې، د بهرنیو چارو وزیرې ایویټ کوپر او د انرژۍ وزیر ایډ میلیبانډ په ګډون یو شمېر لوړپوړو وزیرانو او له ۴۰۰ څخه زیاتو غړو څخه ۱۰۰ تنو یې له سټارمر څخه د استعفا غوښتنه کړې وه.

اینډي برنم، چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د مانچسټر ښاروال و، په خپله وینا کې وویل چې دا د لیبر ګوند لپاره د بدلون "وروستی چانس" دی. که هغه په دې سیالۍ کې بریالی شي، نو د ۵۶ کلنۍ په عمر به د سټارمر پر ځای د بریتانیا لومړی وزیر شي.

 

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه