تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې ویلي چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د ګټو ساتلو ته به دوام ورکړي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د قبرس د سولې عملیاتو د ۵۲مې کلیزې د ویاړلي لمانځنې په ترڅ کې ویلي چې تورکیه به په راتلونکي کې هم د شمالي قبرس تورکي جمهوریت  د ګټو ساتلو ته دوام ورکړي
تورکیې ویلي چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د ګټو ساتلو ته به دوام ورکړي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت

"اصلي هېواد او ضامن هېواد تورکیه به، لکه څنګه چې په تېر کې وه، نن او په راتلونکي کې هم د شمالي قبرس تورکي جمهوریت له ګټو دفاع وکړي او د قبرسي تورکانو د فطري حق، یعنې د حاکمیت د برابرۍ او مساوي نړیوال دریځ د پېژندلو لپاره به په خپله ټوله انرژۍ سره هڅو ته دوام ورکړي."
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د قبرس د سولې عملیاتو د ۵۲مې کلیزې د ویاړلي لمانځنې په ترڅ کې ویلي چې تورکیه به په راتلونکي کې هم د شمالي قبرس تورکي جمهوریت  د ګټو ساتلو او د قبرسي تورکانو د حاکمیت د برابرۍ او نړیوالو مساوي موقفونو د پېژندنې لپاره چې د دوی بنسټیز حق دی، خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

وزارت پر خپلې ټولنیزې پاڼې د قبرس د سولې عملیاتو د ۵۲مې کلیزې په اړه یو پیغام خپور کړی دی.

په دغه پیغام کې ویل شوي: "موږ د قبرس د سولې عملیاتو ۵۲مه کلیزه، چې د قبرسي تورکي ولس د ازادۍ د مبارزې د بریا نښه ده، په ویاړ سره لمانځو. پوره ۵۲ کاله وړاندې تورکیې د ۱۹۶۰ کال د تضمین  د تړون پر بنسټ د خپلو حقونو او مسؤلیتونو په چوکاټ کې اقدام وکړ او په دې سره یې د قبرسي تورکانو ژوند او په ټاپو کې د هغوی شتون تضمین کړ."

په دغه پیغام کې پر دې ټینګار شوی چې نن د قبرس تورکي ولس د شمالي قبرس تورکي جمهوریت تر چتر لاندې، د خپل ازاد رپېدونکي بیرغ لاندې په ویاړ، سوله او امنیت کې ژوند کوي: "اصلي هېواد او ضامن هېواد تورکیه به، لکه څنګه چې په تېر کې وه، نن او په راتلونکي کې هم د شمالي قبرس تورکي جمهوریت له ګټو دفاع وکړي او د قبرسي تورکانو د بنسټیز حق یعنې د حاکمیت برابري او مساوي نړیوال موقف د رسمي پېژندنې لپاره به په ټول توان سره کار وکړي. موږ هغو 'محمدچیکانو' (تورکي سرتیرو) او مجاهدینو ته چې په قبرس کې یې سوله ټینګه کړه او زموږ د ملي داعیې په لاره کې یې د شهادت مقام ترلاسه کړ، د خدای له درباره د رحمت غوښتنه کوو او خپلو غازیانو ته د مننې  او درناوي مراتب وړاندې کوو."

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ