نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ منځني ختیځ ته د خپل سفر په چوکاټ کې غواړي تورکیې ته هم سفر وکړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پام کې لري چې په راتلونکي میاشت کې د منځني ختیځ د سفر په مهال تورکیې ته هم سفر وکړي، سي‌اين‌اين عربي راپور ورکړی دی.
ټرمپ منځني ختیځ ته د خپل سفر په چوکاټ کې غواړي تورکیې ته هم سفر وکړي
If the visit materialises, it would be Trump's first presidential trip to Türkiye. / TRT World

د دې احتمالي سفر په اړه ویل شوي چې دا به د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو له سفرونو وروسته ترسره شي.دا خبره  د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي او د دې پلان سره بلدو دوو سرچینو د پنجشنبې په ورځ سي ان ان ته وکړه.

سرچینو ویلي چې ددې سفر پلان نهايي شوی ندی او د سفر جزئیات کیدای شي تغیر ومومي.

د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي دې خبري شبکې ته ویلي چې ټرمپ د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په وروستۍ ټیلیفوني خبرې کې د دې سفر په اړه خبرې کړې دي.

سرچینو ویلي چې د دې سفر په مهال ټرمپ اسرائیل ته د سفر پلان نه لري.

سپینې ماڼۍ پدې اړه د انادولو خبري اژانس پوښتنو ته  سمدستي ځواب نه دی ورکړی.

ټرمپ مخکې د اردوغان سره د خپلو اړیکو په اړه مثبت نظر څرګند کړی و.

هغه ویلي: "زه د تورکیې او د هغوی د مشر سره ډېرې ښې اړیکې لرم." ټرمپ دا خبرې د دې اونۍ په پیل کې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په سپینه ماڼۍ کې کړې وې.

هغه اردوغان د "پیاوړي شخصیت" په توګه یاد کړ او ویلي یې دي چې هغه ډېر هوښیار دی او داسې څه یې وکړل چې بل چا نشو کولی، په ځانګړې توګه د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د واکمنۍ د پای ته رسولو په اړه یې د تورکیې رول ته اشاره کړې ده.

که دا سفر ترسره شي، نو دا به تورکیې ته د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې لومړنی سفر وي.

د هغه مخکېني ولسمشران جورج ډبلیو بوش په ۲۰۰۴ کال کې او بارک اوباما په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۵ کلونو کې تورکیې ته سفرونه کړي وو.

وپلټۍ
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د څو مهمو خبرونو غور چاڼ
پاکستان وايي چې هند د اوبو د تړون له ځنډولو  وروسته د اوبو نه د  'وسلې' په توګه کار اخلي
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول