ټرمپ منځني ختیځ ته د خپل سفر په چوکاټ کې غواړي تورکیې ته هم سفر وکړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پام کې لري چې په راتلونکي میاشت کې د منځني ختیځ د سفر په مهال تورکیې ته هم سفر وکړي، سي‌اين‌اين عربي راپور ورکړی دی.

If the visit materialises, it would be Trump's first presidential trip to Türkiye. / TRT World

د دې احتمالي سفر په اړه ویل شوي چې دا به د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو له سفرونو وروسته ترسره شي.دا خبره  د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي او د دې پلان سره بلدو دوو سرچینو د پنجشنبې په ورځ سي ان ان ته وکړه.

سرچینو ویلي چې ددې سفر پلان نهايي شوی ندی او د سفر جزئیات کیدای شي تغیر ومومي.

د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي دې خبري شبکې ته ویلي چې ټرمپ د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په وروستۍ ټیلیفوني خبرې کې د دې سفر په اړه خبرې کړې دي.

سرچینو ویلي چې د دې سفر په مهال ټرمپ اسرائیل ته د سفر پلان نه لري.

سپینې ماڼۍ پدې اړه د انادولو خبري اژانس پوښتنو ته  سمدستي ځواب نه دی ورکړی.

ټرمپ مخکې د اردوغان سره د خپلو اړیکو په اړه مثبت نظر څرګند کړی و.

هغه ویلي: "زه د تورکیې او د هغوی د مشر سره ډېرې ښې اړیکې لرم." ټرمپ دا خبرې د دې اونۍ په پیل کې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په سپینه ماڼۍ کې کړې وې.

هغه اردوغان د "پیاوړي شخصیت" په توګه یاد کړ او ویلي یې دي چې هغه ډېر هوښیار دی او داسې څه یې وکړل چې بل چا نشو کولی، په ځانګړې توګه د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د واکمنۍ د پای ته رسولو په اړه یې د تورکیې رول ته اشاره کړې ده.

که دا سفر ترسره شي، نو دا به تورکیې ته د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې لومړنی سفر وي.

د هغه مخکېني ولسمشران جورج ډبلیو بوش په ۲۰۰۴ کال کې او بارک اوباما په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۵ کلونو کې تورکیې ته سفرونه کړي وو.