افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
څارونکې ادارې وايي، په افغانستان کې د انټرنیټ موبایل انټرنټ خدمتونه پرې شوي دي
د افغانستان اوسېدونکو او څارونکو ادارو ویلي، د سې شنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د انټرنیټ او ګرځنده ټیلیفون خدمتونه بند وو، خو طالبانو ادارې په دې اړه سمدستي کوم سپیناوی نه دی وړاندې کړی.
څارونکې ادارې وايي، په افغانستان کې د انټرنیټ موبایل انټرنټ خدمتونه پرې شوي دي
څارونکې ادارې وايي، په افغانستان کې د انټرنیټ موبایل انټرنټ خدمتونه پرې شوي دي / AP

څارونکې ادارې وايي، په افغانستان کې د انټرنیټ موبایل انټرنټ خدمتونه پرې شوي دي

د افغانستان اوسېدونکو او څارونکو ادارو ویلي، د سې شنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د انټرنیټ او ګرځنده ټیلیفون خدمتونه بند وو، خو طالبانو ادارې په دې اړه سمدستي کوم سپیناوی نه دی وړاندې کړی.

پخوا هم طالبانو د انلاین فحشا په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې، او چارواکو په وروستیو اوونیو کې ځینو ولایتونو ته د نوري فایبر مزي پرې کړي وو، چې لامل یې اخلاقي اندېښنې بللې وې.

د نیټ بلاکس (NetBlocks) په نوم د انټرنیټ د لاسرسي څارونکې نړیوالې ادارې ویلي، په افغانستان کې د انټرنیټ اتصال د یوې سلنې (۱٪) کچې ته راښکته شوی دی.

نیټ بلاکس رویټرز ته په یوه استولي ایمیل کې ویلي، چې د دوشنبې په ورځ اتصال په پړاوونو کې پرې شو او وروستي پړاو یې د ټیلیفون خدمتونه اغېزمن کړل، چې له انټرنیټ سره ګډې زیربناوې لري.

خصوصي ټلویزیون، طلوع نیوز، چې خپلو لیدونکو ته یې د خپلو خدمتونو د ګډوډۍ په اړه خبرداری ورکړی و، ویلي چې چارواکو د ګرځنده ټیلیفونونو لپاره د 3G او 4G انټرنیټي خدمتونو د بندولو لپاره یوه اوونۍ وخت ټاکلی و او یوازې پخوانی 2G سټنډرډ یې فعال پرېښی دی.

کلاوډ فلیر رادار (Cloudfare Radar)، چې د انټرنیټ د نړیوال ترافیک څارونکې اداره ده، ویلي چې د انټرنیټ په اتصال کې تر ټولو ډېر کمښت په پلازمېنه کابل، ورپسې په لوېدیځ کې هرات او په سوېل کې کندهار کې راغلی دی.

د طالبانو د مشرتابه له خوا، چې مرکز یې په کندهار کې دی، وضع شوي محدودیتونه ورځ تر بلې سختګیرانه کېږي.

په روانه میاشت کې، چارواکو هغه ښځې چې له ملګرو ملتونو سره یې کار کاوه، دفترونو ته له ننوتلو منع کړې. تر دې مخکې ښځې له ډېرو دندو او نجونې له لېسو منع شوې وې.

طالبانو ویلي چې دوی د اسلامي شریعت د خپل تفسیر له مخې د ښځو حقونو ته درناوی کوي.

هغه ښځې چې له کوره بهر په کار کولو له محدودیتونو سره مخ وې، انټرنیټ ته یې د یوې اقتصادي وسیلې په توګه مخه کړې وه چې ځینو ته یې له کوره د کار کولو زمینه برابروله.

خو په وروستیو اوونیو کې، طالبان له امریکایي چارواکو سره په تعامل کې دي، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د نیول شویو امریکایي وګړو په اړه، چې یو تن یې د یکشنبې په ورځ خوشې کړ.

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.