منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران د هیواد د ملي امنیت شورا د مشر لاریجاني د ترور د غچ اخیستلو ژمنه وکړه
د ایران د پوځ مشر امیر خاتمي خبرداری ورکړی چې په یوه اسرائیلي هوايي برید کې د هیواد د ملي امنیت شورا د  مشر علي لاریجاني د وژل کېدو په بدل کې به "پرېکنده او د دښمن پښیمانه کوونکی" غبرګون وښيي.
ایران د هیواد د ملي امنیت شورا د مشر لاریجاني د ترور د غچ اخیستلو ژمنه وکړه
ایران د هیواد د ملي امنیت شورا د مشر لاریجاني د ترور د غچ اخیستلو ژمنه وکړه / AP

د ایران د پوځ مشر وایي: "د ملي امنیت د عالي شورا د منشي د ترور په وړاندې د ایران ځواب به پرېکنده او د دښمن  پښیمانه کوونکی وي."

د ایران د پوځ مشر امیر خاتمي خبرداری ورکړی چې په یوه اسرائیلي هوايي برید کې د هیواد د ملي امنیت شورا د  مشر علي لاریجاني د وژل کېدو په بدل کې به "پرېکنده او د دښمن پښیمانه کوونکی" غبرګون وښيي.

سپاه پاسداران، چې د ایران یو پیاوړی پوځي ځواک دی او له پوځ څخه جلا دی، د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دوی "د شهید ډاکټر علي لاریجاني او د هغه د ملګرو د وینې د غچ اخیستلو په موخه" پر مرکزي اسرائیل توغندي توغولي دي.

تر دې وړاندې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د لاریجاني وژل کېدل تایید کړي وو، وروسته له هغه چې اسرائیلو وویل هغه یې په یو هوايي برید کې وژلی دی. په دغه برید کې د هغه زوی او ساتونکي هم وژل شوي دي.

لاریجاني د ایران په سیاست کې یو مخکښ شخصیت و او په تېرو څلورو لسیزو کې یې په دولتي رسنیو، امنیتي بنسټونو او پارلمان کې بېلابېلې لوړې څوکۍ درلودې.

هغه د ۱۹۵۷ کال د جون پر ۳مه د عراق په نجف کې زېږېدلی و. لاریجاني خپل لیسانس د شریف ټیکنالوژۍ له پوهنتون څخه په کمپیوټر ساینس کې ترلاسه کړی و او خپله ماسټري او ډاکټري یې د تهران له پوهنتون څخه په فلسفه کې اخیستې وه.

 

وپلټۍ
د کابل د «بالا حصار» کلا دقیقه بیارغونه د افغانستان د دوه زره کلن تاریخ رازونه رابرسېره کوي
ټرمپ پر ایران د بیاځلي بریدونو په اړه شک څرګند کړ، په داسې حال کې چې روبیو د دې جګړې دفاع کوي
د چین په شمال کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
حوثي ملیشو د سعودي عربستان په یو مهم مالي مرکز برید وکړ.
ولسمشر اردوغان له ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د اذربایجان ولسمشر علي یف د ولسمشر اردوغان نه په هوايي ډګر کې هر کلی وکړ.
اردوغان:هغه کسان چې د تورکیې او اذربایجان د ورورولۍ کمزوري کول غواړي،هېڅکله به خپلو موخو ته نایل نشي
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان خبرداری ورکړ چې سمندري دهلیزونه د جګړې په ډګرونو بدلېدای شي.
د ملګرو ملتونو د مشرۍ لپاره د تورکيې نوماند فریدون سینیرلي اوغلو  خپل پلان په ډاګه کړ
روسيې د کیف ترڅنګ د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او یو مهم پل یې زیانمن کړی
د خبرو اترو لسیزه: د ټي آر ټي (TRT) نړیوال فورم ۲۰۲۶ په استانبول کې پیل شو
ابراهیم قالن :  له غزې پرته فلسطین ناشونی دی، او د اسرائیلو د اشغال له پای ته رسولو پرته سوله ناشوني