ساینس او ټکنالوژي
2 د لوستلو دقیقې
د هند حکومت د پاکستان سره د شخړې وروسته د پنځم نسل جنګي الوتکو د جوړولو پروګرام تصویب کړ
هندوستان وروسته د هغه چې پدې وروستیو کې د پاکستان سره نښته وکړه د خپلو ملي او کورنۍ پنځم نسل جنګي الوتکو د جوړولو پروګرام تصویب کړ.
د هند حکومت د پاکستان سره د شخړې وروسته د پنځم نسل جنګي الوتکو د جوړولو  پروګرام تصویب کړ
/ Reuters

هندوستان د خپل لومړي کورنۍ او ملي پنځم نسل  جنګي الوتکو، چې د پرمختللې منځنۍ جنګي الوتکې (AMCA) په نوم یادیږي، د جوړولو منظوري ورکړې ده.

د هندوستان د دفاع وزیر راجناټ سنګ د سه شنبې په ورځ د دې پروټوټایپ پروګرام ته شین څراغ ورکړ، چې د دفاع په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره د هندوستان هڅې په ډاګه کوي.

دا الوتکه به دوه انجنونه ولري او د پټیدو وړتیا به ولري، چې د دولتي ایروناټیکل ډیویلپمنټ ایجنسۍ (ADA) لخوا د هندي صنعتي شریکانو په همکارۍ ډیزاین او جوړه شي.

دا اعلان یوازې څو ورځې وروسته له هغې وشو چې هندوستان او پاکستان د توغندیو او ډرونونو په مرسته نښته وکړه، چې له امله یې په دواړو ګاونډیو هیوادونو کې له ۷۰ څخه زیات کسان، چې ملکي وګړي هم پکې شامل دي، ووژل شول.

دا د دواړو اټومي وسلو لرونکو سیالانو ترمنځ تر ټولو جدي کړکیچ و، چې څو ځله یې د کشمیر د شخړې پر سر جګړې کړې دي.

پاکستان ادعا کړې چې شپږ هندي جنګي الوتکې، چې پکې د فرانسې جوړې شوې رافال الوتکې هم شاملې دي، غورځولې دي، چې د نوي ډیلي لپاره یو شرمناک حالت رامنځته کړی، په داسې حال کې چې د نریندرا مودي حکومت د هیواد د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره میلیاردونه ډالر مصرف کړي دي. هندوستان تر اوسه د دې الوتکو د غورځیدو راپورونه نه دي تایید کړي او نه یې رد کړي دي.

د هندوستان د جنګي الوتکو پروګرام د دې هیواد د دې پراخې هڅې یوه مهمه برخه ګڼل کیږي چې غواړي د بهرنیو وسلو پر وارداتو خپله تکیه کمه کړي او د امنیتي ګواښونو په وړاندې خپل پوځ عصري کړي.

هندوستان په پرله پسې توګه خپله دفاعي بودیجه  لوړه کړې ده —سږ کال یې ۹.۵ سلنه زیاتوالی کړی چې ټولټال یې ۷۸.۷ میلیارد ډالرو ته رسیدلی دی. د سټاکهولم نړیوالې سولې څیړنیز انسټیټیوټ (SIPRI) په وینا هندوستان اوس د نړۍ د پنځو لویو دفاعي مصرف کوونکو هیوادونو په ډله کې شامل دی.

دغه هیواد د لوړ پوړو دفاعي تړونونو لاسلیک هم کړی دی، چې پکې د فرانسې د ډاسالټ ایوییشن څخه د ۲۶ نورو رافال الوتکو د اخیستلو وروستۍ موافقه شامله ده.

 

وپلټۍ
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې