تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکيې راکیټسن دفاعي شرکت لخوا جوړ شوي  د ( کره اوک ) ټانک ضد لنډ واټنه وسلې په هوا کې هدف په نښه کړ
د تورکیې د دفاعي شرکت راکیټسن د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دوی د  کره اوک لنډ واټن ویشتونکي ټانک ضد وسلو سیسټم د لومړي ځل لپاره په هوا کې  هدف په بریالیتوب سره  وویشت، چې د سیسټم د ښودل شوي عملیاتي وړتیاوو پراختیا په ګوته کوي.
تورکيې راکیټسن دفاعي شرکت لخوا جوړ شوي  د ( کره اوک ) ټانک ضد لنډ واټنه وسلې په هوا کې هدف په نښه کړ
تورکيې راکیټسن دفاعي شرکت لخوا جوړ شوي  د ( کره اوک ) ټانک ضد لنډ واټنه وسلې په هوا کې هدف په نښه کړ

دغه لنډ واټنه توغندی ، چې په عمده توګه د زغره لرونکو ځمکنیو اهدافو لپاره ډیزاین شوی، اوس یې خپلې ثابتې شوې وړتیاوې د هوايي هدف په نښه کولو ته هم پراخې کړې دي.

راکیټسن د ایکس په یوه پوسټ کې ویلي "کره اوک، د جګړې د ډګر چټک ځواک، د لومړي ځل لپاره په بریالیتوب سره هوایی هدف وویشت."

 شرکت وویل، دې ازموینې وښودله چې کاراوک د ځمکنیو هدفونو پر وړاندې له خپل اصلي ماموریت څخه هاخوا د نورو ګواښونو د په نښه کولو وړتیا هم لري.

کره اوک د ښکیلتیا وړتیاوې پراخوي

د راکیټسن اجرایوي رئیس مراد ایکینچي وویل چې بریالي ازموینې د سیسټم عملیاتي ساحه پراخه کړې ده.

ایکینچي وویل: "زموږ د کره اوک لنډ واټن ټانک ضد وسلو سیسټم د لومړي ځل لپاره په بریالیتوب سره د هوایی هدف په نښه کولو سره خپل عملیاتي ساحه پراخه کړې ده."

هغه زیاته کړه: "په خپلو سیستمونو کې د بېلابېلو وړتیاوو په یوځای کولو سره، موږ په ساحه کې د بدلیدونکو اړتیاوو لپاره مؤثره حلونه چمتو کوو."

کره اوک په انفرارېډ انځور اخیستونکي هدف‌ موندونکي سیستم سمبال دی، چې د ورځې او شپې دواړو پر مهال د عملیاتو لپاره طرحه شوی دی.

دغه سیستم د ثابتو او خوځنده هدفونو د په نښه کولو لپاره جوړ شوی او د زغرو د سوري کولو وړتیا هم لري.

د راکیټسن په وینا، وروستۍ ازموینه د هغه سیسټم لپاره د هوایی ښکیلتیا وړتیا اضافه کړه چې په اصل کې د لنډ واټن زغرو ضد ماموریتونو لپاره رامینځته شوی و.

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.