تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د ناټو هوايي څارنې مسئولیت به د تورکیې هوايي ځواک پر غاړه واخلي
د اماسیا ولایت په مرزیفون ولسوالۍ کې د ۵مې اصلي جېټ اډې قوماندانۍ اړوند د ۱۵۱م جېټ سکواډرون قوماندانۍ (تونچ فیلو) ځواکونه د ناټو د ۷۳مې دورې د «پرمختللې هوايي پولیسۍ» ماموریت په چوکاټ کې د رومانیا «فېتېشتي» هوايي اډې ته لېږدول شوي دي.
د ناټو هوايي څارنې مسئولیت به د تورکیې هوايي ځواک پر غاړه واخلي
د ناټو د هوایي څارنې مسؤلیت به د ترکیې هوایي ځواکونه په غاړه واخلي. / َAA
 

د تورکیې هوايي ځواک اړوند ۵ F-16 جنګي الوتکې او ۱۱۱ پرسونل به د ۴ میاشتو لپاره په فېتېشتي هوايي اډه کې دنده ترسره کړي. د تورکیې هوايي ځواک دا ډله به د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه دا ماموریت د اسپانیا له هوايي ځواک څخه تسلیم کړي او د ۲۰۲۷ کال د اپرېل تر لومړۍ نېټې پورې به د ناټو د هوايي حریم ساتنه کوي.

د مرزیفون د ۵مې اصلي جېټ اډې قوماندان برید جنرال الپر ګېزراوجي خبریالانو ته وویل چې د تورکیې وسله‌وال ځواکونه په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د سولې، ثبات او ګډې دفاع تر ټولو پیاوړی تضمین پاتې شوی دی.

ګېزراوجي دا ماموریت د ناټو د ګډ امنیتي جوړښت په دننه کې د متحدینو د پیوستون او ګډ کار کولو د وړتیا یوه مهمه نښه وبلله او ویې ویل:

«زموږ د هوايي حریم او د ایتلاف د جغرافیې د امنیت لپاره زموږ هوډ، نن له خپلو متحدینو سره اوږه په اوږه د دې ماموریت په ترسره کولو سره یو ځل بیا څرګندېږي. د تورکیې هوايي ځواک نه یوازې د دفاع او څارنې د مسؤلیتونو له مخې، بلکې د اړتیا پر مهال د عملیاتو په ډګر کې د نوښت اخیستلو، د لوړې مخنیوونکې وړتیا او یوه عصري او ځواکمن بریدګر ځواک په توګه هم ځانګړی ځای لري. له روزنې نیولې تر عملیاتو، او له الوتنې خوندیتوب نیولې تر دوامداره چمتووالي پورې په هر پړاو کې زموږ لوړ معیارونه، په خورا اغېزمنه توګه د دې ماموریت د ترسره کولو اساسي بنسټ دی.»

ګېزراوجي ټینګار وکړ چې د دې سکواډرون غوره پرسونل به په رومانیا کې د دندې پر مهال د تورکیې، د تورکیې وسله‌والو ځواکونو او هوايي ځواک استازیتوب په تر ټولو لوړ نظم، وقار او بریالیتوب سره وکړي او زیاته یې کړه: «د ماموریت پر مهال به د خوندیتوب له لومړیتوب څخه پرته له کوم جوړجاړي او له متحدو ځواکونو سره په بشپړه همغږۍ کار وکړو او ورسپارل شوی مسؤلیت به په غوره توګه ترسره کړو. له دې فرصته په ګټې اخیستنې، ټولو ګومارل شویو پرسونل ته د لا زیاتو بریاوو هیله کوم او داسې خوندي او له پېښو پاکه کاري دوره ورته غواړم چې زموږ ملت پرې ویاړ وکړي.»

 

وپلټۍ
ټرمپ او د ناټو عمومي منشي روټه د روسیې-اوکراین جګړې او ایران په اړه خبرې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ملګري ملتونه: ۲۰۲۵ کال کې په هر ساعت کې پنځه ښځې یا انجونې د کورنیو د غړیو یا ملګرو لخوا يي وژل شوي
ولسمشر اردوغان د هنرونو عالي لېسې زده کوونکو سره وليدل
په نایجر کې، د بوکو حرام لخوا ترسره شوي یرغل کې ۱۱ سرتیري ووژل شول
د بنغازي په بندر کې د بې‌ پیلوټه الوتکې د برید د ټپونو  له امله دوه لیبیايي سرتیري مړه شول
تورکي هیئت په انقره کې له حفتر او مل پلاوي سره وکتل
ناټو په ایسکیشهر کې د چورلکې د سقوط له امله د شهید شویو سرتېرو په مناسبت د خواخوږۍ پیغام خپور کړ
د امریکا ولسمشر ټرمپ: "(له ایران سره) دا جګړه" موږ هر کله چې وغواړو پای ته رسولی شو"
ایران په خلیج کې د دوو پرمختللو امریکايي بې پيلوټه الوتکو د ویشتو ادعا کړې ده
ان بي سي : "د ټرمپ ادارې چارواکي د لوړپوړو ایراني شخصیتونو د ترور پر مسله غور کوي"
عرب ائتلاف ویلي په پلازمینه ریاض کې پر مالي مرکز برید شوی دی.
چین ولسمشر د اسرائیلو لخوا د فلسطیني د ځمکو د غصب او د حقونو د خپو لاندې کولو سره مخالفت وکړ
له اوکراین سره د پوځي مرستو پر ضد د جرمني عامه افکار بدل شوي دي.
د تورکیې «اغېزمن میکانیزم» په تور سمندرګي کې د بېړیو تګ راتګ او د خوراکي توکو لېږد خوندي کوي