د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې واشنګټن د جنورۍ تر پایه پورې د ایران پر وړاندې د جګړې د دوام لپاره کافي بودیجه لري او هر کله چې وغواړي، دا شخړه پای ته رسولی شي.
ټرمپ له «نیویارک پوسټ» ورځپاڼې سره په مرکه کې په کانګرس کې پر دیموکراتانو هم نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د جګړې د محدودولو هڅې کولی شي هغه څه په ماتې بدل کړي، چې دی یې د متحده ایالاتو بریا بولي.
ټرمپ وویل: «دوی به یوه بشپړه بریا واخلي او په ماتې به یې بدله کړي.» هغه ادعا وکړه چې د ایران سمندري ځواک، هوايي ځواک او هوايي دفاعي سیسټمونه ویجاړ شوي او حکومت یې له منځه وړل شوی دی.
د کیف ښاروال: روسیې پلازمېنه په بالستیک توغندیو په نښه کړې؛ امریکا د تاوتریخوالي د زیاتېدو خبرداری ورکړ
د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې روسي ځواکونو د اوکراین پر پلازمېنه کیف د بالستیک توغندیو برید کړی او د ښار دوې سیمې یې په نښه کړې دي.
کلیچکو د چهارشنبې په ورځ پر خپل ټیلیګرام حساب په یوه بیان کې ویلي چې د «نیپر» سیند په ختیځه غاړه کې دوې ودانۍ په نښه شوې دي. د هغه په وینا، یوه ودانۍ سخته زیانمنه شوې او د احتمالي مرګ ژوبلې وېره هم شته.
په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو استازي جېرېډ کوشنر په اوکراین کې د شخړې د لا پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی، او دا یې یوه داسې نیابتي جګړه بللې چې اروپا پکې د روسیې پر وړاندې اوکراین تمویلوي او وسلې ورکوي.
امریکا د «اضافي تولید» له امله پر نویو تعرفو غور کوي؛ اروپايي ټولنې دا دلیل رد کړ.
امریکا متحده ایالاتو د اضافي تولید د تورونو په اړه تر میاشتو اوږدو څېړنو وروسته، د اروپايي ټولنې او چین په ګډون پر ۱۴ اقتصادونو د نویو تعرفو مسوده خپره کړې ده. خو اروپايي ټولنې د دغو نویو تعرفو تر شا وړاندې شوی منطق رد کړی دی.
دا نوې تعرفې د متحده ایالاتو یو شمېر ستر سوداګریز شریکان په نښه کوي، چې پکې چین، اروپايي ټولنه، هند، بنګلهدېش، کمبوډیا، اندونیزیا، جاپان، سوېلي کوریا، مالیزیا، سینګاپور، سویس، تایوان، تایلنډ او ویتنام شامل دي.
کیم جونګ اون د تاکتیکي اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو او د اټومي موادو د تولید زیاتولو امر وکړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي چې هېواد یې باید په بېلابېلو عملیاتي سیمو کې د تاکتیکي اټومي وسلو پر ځای پر ځای کولو تمرکز وکړي. د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، کیم دا هم تایید کړې چې د هېواد د اټومي موادو د تولید ظرفیت په سیستماتیک ډول لوړېږي.
د دولتي خبري اژانس په وینا، کیم ویلي: «زموږ اټومي وړتیا اوس یو واقعیت دی.» هغه زیاته کړې چې د هېواد خپلواک دریځ به د هغو قدرتونو د بهرنیو څرګندونو یا «بېوسلې کولو د شعارونو» له امله بدل نه شي، کوم چې عیني حقایق له پامه غورځوي او د بدلېدونکي وضعیت له منلو ډډه کوي.
په غزه کې د اسرائیلو له خوا وژل شوې فلسطینۍ خبریالې د «روري پېک» معتبره جایزه وګټله
فلسطینۍ جنګي خبریالې مریم ابو دقه، چې تېر کال په غزه کې د اسرائیلو په هوايي برید کې وژل شوې وه، تر مړینې وروسته د ازادو ویډیو خبریالانو معتبره نړیواله جایزه «روري پېک» (Rory Peck) وګټله. دا جایزه د یادې ادارې له خوا په یوه رسمي بیان کې اعلان شوې ده.
ابو دقه دا جایزه د اسوشېټېډ پرېس (AP) له دوو نورو همکارانو، عبدالکریم حنا او جهاد الشرافي سره په ګډه، د جګړې د ویجاړوونکو انساني پایلو د اغېزناک انځورولو له امله ترلاسه کړې ده.
۳۳ کلنه ابو دقه د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې د غزې په سوېل کې پر «ناصر روغتون» د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شوه. په هغه برید کې څلورو نورو خبریالانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی و.













