په ټوله نړۍ کې په ۲۰۲۵ کال کې ۷۸ زره ښځې او نجونې د قصدي وژنو قرباني شوې دي. د ښځو وژنه (فیمینیسډ)، چې د ښځو او نجونو پر بنسټ جنسیتي وژنه ده، اکثرا د ګواښونو او تاوتریخوالي د یوه اوږدمهاله لړۍ وروستی عمل وي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي رئیسې «سیما باهوس» وویل: "موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې ښځې وکولای شي په خوندي توګه د تاوتریخوالي راپور ورکړي، د خوندیتوب لارې چارې ومومي او مخکې له دې چې ناوخته شي، مرستې ترلاسه کړي."
د «نارنجي رنگ کړئ:
د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره یو موټی شو» تر سرلیک لاندې د فعالو ۱۵ ورځو کمپاین (د نوامبر له ۲۵ څخه تر ډسمبر تر ۱۰ پورې) په درشل کې، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه او د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې دفتر له حکومتونو، خصوصي سکټور او رسنیو څخه غوښتنه کوي چې د ژغورل شویو کسانو ملاتړ وکړي، عدالت تامین کړي او د مجازاتو د معافیت مخه ونیسي.













