د شینهوا خبري اژانس د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د چين ولسمشر شي جين پينګ د فلسطیني ځمکو د غصب او د فلسطينيانو د حقونو د تر پښو لاندې کولو سره مخالفت وکړ، په غزه کې يې د دوامداره اوربند او د ملکيانو د ساتنې غوښتنه وکړه.
شي جین پینګ د فلسطین له خلکو سره د نړیوال پیوستون د ورځې د نمانځلو په مناسبت د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته په خپل پیغام کې ویلي، چې د فلسطین مسئله د منځني ختیځ د مسئلې په زړه کې ځای لري.
هغه ټینګار کړی، چې په سیمه کې روان کړکېچونه باید د فلسطین مسئلې په اړه د نړیوالې ټولنې پام بلې خوا ته وا نه ړوي.
شي جين پينګ وويل چې د فلسطين د مسئلې د حل کلي د دوو دولتونو د حل ملاتړ او د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د بيا پيل هڅول دي.
د اشغال شوې لوېديځې غاړې حکومتداري او په غزه کې د جګړې وروسته بيارغونه بايد د "فلسطينيانو لخوا د فلسطين اداره کول" د اصل سره سم پرمخ ولاړه شي، او د فلسطينيانو په نښه کولو لپاره د هر ډول ځمکو د غصب يا د حقونو د تر پښو لاندې کولو کړنو سره مخالفت څرګند کړ.
شي جين پينګ له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د فلسطين د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې په عملي اقداماتو بدلې کړي، په غزه کې دوامداره اوربند ته وده ورکړي او د ملکي وګړو امنيت ډاډمن کړي.
شي جين پينګ وويل، "عدالت به غالب شي او بايد له پامه ونه غورځول شي." د فلسطينيانو د مشروع ملي حقونو لپاره د چين ملاتړ یې بيا تکرار کړ.
هغه زياته کړه چې بيجينګ به د نورو هېوادونو سره کار ته دوام ورکړي، ترڅو د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د فلسطین مسئلې ته هراړخیز، عادلانه او تلپاتې حل وموندل شي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې، د اسرائیلو پوځ او ناقانونه میشتو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په بېلابېلو سیمو کې پر فلسطینیانو خپل بریدونه زیات کړي دي.
د فلسطیني سرچینو د شمېرو له مخې، په دې موده کې د اسرائیلي ځواکونو او ناقانونه میشتو په بریدونو کې تر ۱۲۲۰ ډیر فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۱۳۷۵۰ نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې تر ۲۶ زرو ډیر نور نیول شوي دي.













