نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
له اوکراین سره د پوځي مرستو پر ضد د جرمني عامه افکار بدل شوي دي.
د کوربر بنسټ یوه نظرپوښتنه ښيي چې اوس د جرمني اکثریت رایه ورکوونکي له اوکراین سره د پوځي مرستو مخالف دي، چې د مخالفینو کچه په یوه کال کې له ۳۹ سلنې څخه ۵۳ سلنې ته لوړه شوې ده.
له اوکراین سره د پوځي مرستو پر ضد د جرمني عامه افکار بدل شوي دي.
له اوکراین سره د پوځي مرستو پر ضد د جرمني عامه افکار بدل شوي دي. / AFP (Wire)
 

د «کوربر بنسټ» له خوا د سې‌شنبې په ورځ د خپرې شوې نظرپوښتنې له مخې، اوس د جرمني اکثریت رایه ورکوونکي له اوکراین سره د پوځي مرستو مخالفت کوي؛ ۵۳ سلنه خلکو له دې مرستو سره مخالفت څرګند کړی، حال دا چې یوه کال وړاندې دا کچه ۳۹ سلنه وه.

د جرمني د نظرپوښتنې ادارې «فورسا»  د دغه بنسټ د کلني راپور «برلین پلس»  لپاره د سپتمبر په میاشت کې له ۱۵۰۱ پر شرایطو برابرو رایه ورکوونکو څخه نظرپوښتنه کړې ده.

په ټولو رایه ورکوونکو کې ۸۲ سلنه روسیه یو پوځي ګواښ ګڼي، او ۶۴ سلنه په اروپا کې د جرمني له خوا د پوځي مشرۍ له رول اخیستو سره مخالف دي.

د پوځي مرستو په ملاتړ کې دا بدلون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې برلین د کییف د ملاتړ د لګښتونو لویه برخه پر غاړه اخیستې ده.

د اوکراین د دفاع وزارت له خوا د دوشنبې په ورځ د خپرو شویو شمېرو له مخې، جرمني سږ کال اوکراین ته شاوخوا ۱۲.۶ میلیارده ډالر (۱۱.۵ میلیارده یورو) پوځي مرسته برابره کړې ده، چې دا شمېره په ۲۰۲۵ کال کې ۹.۱ میلیارده ډالر (۸.۳ میلیارده یورو) وه.

نظرپوښتنې موندلې چې له پوځي مرستو سره مخالفت په ځانګړې توګه د «جرمني لپاره بدیل»  په نوم د سخت‌دریځه ښي‌اړخي ګوند د پلویانو ترمنځ ډېر لوړ دی، چې ۸۸ سلنه یې له دې مرستو سره مخالف دي.

دغه ښي‌اړخي ګوند په وار وار له اوکراین سره د جرمني د پوځي ملاتړ د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

یاد سخت‌دریځه ښي‌اړخي ګوند د سپتمبر په میاشت کې د «زاکسن-انهالت» ایالت په ټاکنو کې تاریخي بریا خپله کړه او اوس په ملي نظرپوښتنو کې مخکښ دی.

په زاکسن-انهالت کې د جرمني لپاره بدیل ګوند مشر اولریش زیګمونډ په اکتوبر کې ویلي وو چې ګوند به یې له هر فرصت څخه کار واخلي څو د مېرتس  پر حکومت فشار راوړي چې «بالاخره د جګړې د اوږدولو پر ځای د پای ته رسولو لپاره کمپاین وکړي» او هغه پیسې چې په اوکراین کې لګول کېږي «زموږ په خپل هېواد کې د خلکو لپاره» وکاروي.

د لومړي وزیر فریدریش مېرتس ملي حکومت له تېر کال راهیسې — کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بېرته واک ته ورسېد او مالي ملاتړ یې بند کړ — کییف ته د اروپا تر ټولو لوی پوځي مرسته کوونکی دی.

مېرتس د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې جرمني او شریکان به یې له اوکراین سره خپل ملاتړ نور هم زیات کړي، لکه څنګه چې دوی تر دې وړاندې له اوکرایني استازو سره د «لېواله هېوادونو ایتلاف»  په غونډه کې هوکړه کړې وه.

مېرتس ټینګار وکړ: «موږ به سږ کال هم د اوکراین خلک د ژمي په سړو او سختو میاشتو کې یوازې پرېنږدو.»

هغه زیاته کړه: «برعکس، موږ به خپل ملاتړ نور هم پیاوړی کړو که هغه د دفاع، بشري مرستو او که د اقتصادي مرستو په برخه کې وي.»

 

وپلټۍ
وزیر کوروم:"موږ به د نړۍ لپاره د حل لارو په لټه کې له هڅو لاس وانخلو ځکه چې نړۍ زموږ مشترک کور دی"
سعودي عربستان او مصر په خرطوم کې د ملګروملتونو په دفتر د ډرون برید په کلکو ټکو وغنده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
اوکراین: د روسیې له خوا د کریوی ریګ ښار ته د برید په پایله کې ۲ ملکي وګړي مړه شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.