په ملګرو ملتونو کې د انقرې دایمي استازي تایید کړه چې تورکیې پر یوه داسې اغېزمن سمندري میکانیزم کار پیل کړی چې په تور سمندرګي کې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ د تضمینولو او د خوراکي او کرنیزو توکو د بېخنډه بهیر د خوندي کولو لپاره طرحه شوی دی.
احمد یلدز د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې، چې د اوکراین د انرژۍ مهمو زیربناوو او د سمندري اکمالاتو دهلېزونو ته ځانګړې شوې وه، وویل: «موږ اوس د یوه داسې اغېزمن میکانیزم پر جوړولو کار کوو چې موخه یې په تور سمندرګي کې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ خوندیتوب او د خوراکي او کرنیزو محصولاتو بېخنډه لېږد دی.»
هغه زیاته کړه: «د تور سمندرګي د غلو دانو له نوښت څخه پر ترلاسه شوې تجربې په تکیې سره، موږ باور لرو چې دا ډول میکانیزم به د ټولو ګټو او په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو ګټو ته خدمت وکړي چې تر ټولو زیات پر دې توکو تکیه لري.»
د استانبول د غلو دانو نوښت
د تور سمندرګي د غلو دانو لومړنی نوښت د ۲۰۲۲ کال د جولای پر ۲۲مه په استانبول کې د روسیې، اوکراین او تورکیې ترمنځ د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب لاسلیک شو.
هغه تړون د اوکراین له ټاکل شویو بندرونو څخه یو خوندي بشري سمندري دهلېز رامنځته کړ، چې ورسره د جګړې له امله د درېدلو غلو دانو، خوراکي توکو او کیمیاوي سرو حیاتي صادرات بېرته پیل شول.
یلدز د دې په یادولو سره چې یاد تړون په سمندر کې د جګړې د پراخېدو مخه نیولې وه، ټینګار وکړ چې تورکیه به په دې اوبلاره کې د تلپاتې ثبات د راوستلو لپاره له خپل جیوپولیټیک موقعیت، د اړیکو له پرانیستو چینلونو او د ډیپلوماټیکې منځګړیتوب له تجربې څخه کار واخلي.
هغه په سیمه کې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د انقرې لومړني اقدامات په ګوته کړل او د مونترو کنوانسیون ۱۹مې مادې ته یې اشاره وکړه، کومه چې تورکیې ته واک ورکوي چې د وسلهوالې شخړې پر مهال د ښکېلو لوریو پر جنګي بېړیو د تورکیې تنګي وتړي.
یلدز تایید کړه چې انقرې دا تړون «په وفادارۍ او بېطرفۍ سره پلی کړی او همدې کار ته به دوام ورکړي.»
یلدز دې ته په اشارې سره چې تورکیه د تور سمندرګي تر ټولو اوږد ساحل لري، د تور سمندرګي د ماین پاکۍ کاري ډله چې د ساحلي هېوادونو رومانیا او بلغاریا په ګډون جوړه شوې د دې ثبوت په توګه یاده کړه چې سیمهییزه همکاري د پام وړ پایلې ورکوي.
نوموړي د اوکراین له خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د انقرې پر کلک ملاتړ د بیا ټینګار ترڅنګ وویل چې د خبرو اترو له لارې حللاره پر وړاندې د تګ یوازینۍ عملي لار ده.










