نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ان بي سي : "د ټرمپ ادارې چارواکي د لوړپوړو ایراني شخصیتونو د ترور پر مسله غور کوي"
داسې ادعا شوې ده چې په امریکا کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې چارواکي پر دې بحث کوي چې ایا په ایران کې د لوړپوړو حکومتي چارواکو د ترور عملیات ترسره کړي که نه.
ان بي سي : "د ټرمپ ادارې چارواکي د لوړپوړو ایراني شخصیتونو د ترور پر مسله غور کوي"
(ارشيف) اېن بي سي: "د ټرمپ د ادارې چارواکي د ایراني لوړپوړو شخصیتونو د ترور په اړه غور کوي" / TRT Balkan AL
 

د ان بي سي نیوز د هغه راپور له مخې چې د نامعلومو چارواکو پر حواله خپور شوی، د ټرمپ په اداره کې د ایراني چارواکو د په نښه کولو یا نه کولو موضوع تر بحث لاندې ده.

سرچینو ویلي چې د دې ترورونو ملاتړي چارواکي استدلال کوي چې دا اقدام به ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د جګړې د پای ته رسولو زمینه برابره کړي. د دوی په باور، دا ډول عملیات به پاتې ایراني مشرتابه ته یو روښانه پیغام ورکړي چې "امریکا کولی شي هر وخت د دوی مشران ومومي، په نښه یې کړي او ویې وژني."

بلخوا سرچینو څرګنده کړې چې د دې وړاندیز مخالفو چارواکو خبرداری ورکړی چې ترورونه ښايي په ایران کې ژوندي پاتې شوي مشران لا پیاوړي کړي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د راتلونکو مذاکراتو باور ته زیان ورسوي.

د ټرمپ پر وړاندې ګڼ انتخابونه شته

چارواکو ویلي چې ټرمپ تر اوسه د ایران د جګړې په اړه د نویو ګامونو پورته کولو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو ولسمشر پر ایران د یوه نوي ستر پوځي عملیاتو په ګډون پر ګڼو انتخابونو غور کوي.

سرچینو زیاته کړې چې د ایراني مشرانو د له منځه وړلو احتمال له اوږدې مودې راهیسې ټرمپ ته د وړاندې شویو انتخابونو په نوملړ کې و، خو په وروستیو اونیو کې دا موضوع یو ځل بیا توده شوې ده.

 

د ټرمپ ادارې یوه چارواکي NBC ته په خپلو څرګندونو کې ویلي: "امریکا چې د هرمز تنګی یې تر خپل کنټرول لاندې راوستی او د ایران د اقتصاد د سقوط شاهده ده، په خورا پیاوړي دریځ کې قرار لري."

یاد چارواکي پر ایران د امریکا لخوا لګول شوې سمندري کلابندۍ ته په اشارې سره وویل: "ولسمشر ټرمپ په لاس کې ډېر انتخابونه لري او د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي ایران هېڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی ونه لري، تر ټولو غوره ممکنه پرېکړه به وکړي."

امریکا علي خامنه يي په نښه کړی و

د ایران او امریکا ترمنځ له کلونو راهیسې روان ډیپلوماټیک او پوځي کړکېچ د ټرمپ په دوره کې نور هم پېچلی شو. دا وضعیت د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له پراخو بریدونو وروسته په جګړه بدل شو.

په دغو بریدونو کې د ایران د پوځي او اټومي تاسیساتو ترڅنګ ملکي بنسټونه هم په نښه شول. په هغو بریدونو کې چې ګڼ شمېر لوړپوړي سیاسي او پوځي چارواکي پکې ووژل شول، د ایران پخواني مذهبي مشر علي خامنه يي هم د خپلې کورنۍ له ځینو غړو سره یوځای خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د تهران حکومت دغه بریدونه د هېواد پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تېری وباله او په غبرګون کې یې په خلیجي هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې.

 

وپلټۍ
په روسیه کې د تېلو پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید شوی دی
د برلین په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي، چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک دی.
په اندونیزیا کې د یوې فابریکې د اورلګېدنې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي
وزیر کوروم:"موږ به د نړۍ لپاره د حل لارو په لټه کې له هڅو لاس وانخلو ځکه چې نړۍ زموږ مشترک کور دی"
سعودي عربستان او مصر په خرطوم کې د ملګروملتونو په دفتر د ډرون برید په کلکو ټکو وغنده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
اوکراین: د روسیې له خوا د کریوی ریګ ښار ته د برید په پایله کې ۲ ملکي وګړي مړه شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ