ټرمپ د فلوریډا ایالت په «مار-ا-لاګو» استوګنځي کې له روټه سره لیدلي دي.
له رسنیو څخه پټ ترسره شوې دغې غونډې وروسته دواړو مشرانو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.
په اعلامیه کې راغلي: «غونډه خورا اغېزمنه وه؛ د اجنډا په اصلي موضوعاتو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه او په ایران کې نښتې شاملې وې، او ترڅنګ یې هغه ټولې مهمې لاسته راوړنې هم وڅېړل شوې چې موږ په ګډه په هاګ او انقره کې په ترسره شویو سرمشریزو کې ترلاسه کړې دي.»
په اعلامیه کې پر روسیې غږ شوی چې له هر ډول قصدي یا غیر قصدي اقداماتو څخه ډډه وکړي چې د جګړې د پراخېدو لامل ګرځي، او ویل شوي چې په غونډه کې ژر تر ژره دې جګړې ته د سولهییزې حللارې پر موندلو ټینګار شوی دی.
په اعلامیه کې همداراز زیاته شوې چې په دې لیدنه کې د امریکا او ناټو دواړو په کچه د دفاعي لګښتونو او صنعتي زیربناوو په برخه کې د پانګونې پر دوامداره زیاتوالي هم خبرې شوې دي.












