د عربي ایتلاف ویاند ترکي المالکي د امریکا میشتې ایکس (X) شرکت پر ټولنیزه شبکه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د ریاض د مالي مرکز یو برج له «یوه بزدلانه ترهګریز برید» سره مخ شوی دی.
په اعلامیه کې د برید د څرنګوالي او مسؤلینو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې اړوندو چارواکو د پېښې په ځای کې څېړنې پیل کړې دي.
په دې برید کې د احتمالي ځاني تلفاتو یا ټپي کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
دا برید په تېره یوه اونۍ کې د ریاض پر مالي مرکز دویم برید دی.
په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثیانو د نومبر پر ۱۹مه هم په ریاض کې د مالي مرکز پر یوه برج برید کړی و.
د سعودي عربستان چارواکو هغه مهال ویلي وو چې په برید کې په نښه شوي برج ته زیان اوښتی، خو ځاني تلفات یې نه درلودل.
پر سعودي عربستان بریدونه
په یمن کې د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثیانو له خوا د پلازمېنې صنعا او ځینو نورو سیمو تر نیولو وروسته په دغه هېواد کې کړکېچ لا پسې ژور شو.
له دې پرمختګونو وروسته، د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ایتلاف د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې د یمن له نړیوال پېژندل شوي حکومت څخه ملاتړ پیل کړ.
په دغه هېواد کې چې د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د اوربند له پلي کېدو وروسته یې نسبي ارامه دوره تېره کړه، د جولای له میاشتې راهیسې یو ځل بیا زیاتو شویو نښتو پر ځمکه د کنټرول نقشه بدله کړې ده.
په یمن کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو پر وړاندې خپلو بریدونو ته په زور ورکولو سره، د ایران ملاتړ لرونکي حوثیان پر سعودي عربستان هم د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) بریدونه کوي.













