نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د هند لومړي وزیر مودي یو ځل بیا د هند او پاکستان ترمنځه په اوربند کې د ټرمپ رول رد کړ
مودي د پارلمان په یوه غونډه کې د " سندور عملیاتو " په اړه وویل: "هیڅ نړیوال مشر موږ ته د عملیاتو د درولو غوښتنه نه ده کړې." دا عملیات د مې په میاشت کې د پاکستان پر وړاندې پیل شوي وو.
د هند لومړي وزیر مودي یو ځل بیا د هند او پاکستان ترمنځه په اوربند کې  د ټرمپ رول رد کړ
/ Reuters

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي یو ځل بیا هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د امریکا ولسمشر ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځه په اوربند کې منځګړیتوب کړی دی. هغه پرته ددې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  نوم واخلي هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې واشنګټن د سولې منځګړیتوب کړی دی.

مودي د پارلمان په یوه غونډه کې د " سندور عملیاتو " په اړه وویل: "هیڅ نړیوال مشر موږ ته د عملیاتو د درولو غوښتنه نه ده کړې." دا عملیات د مې په میاشت کې د پاکستان پر وړاندې پیل شوي وو.

مودي د ټرمپ نوم په ځانګړې توګه یاد نه کړ.

د مې له ۷مې نېټې راهیسې، ټرمپ او د هغه ادارې نږدې ۳۰ ځله ادعا کړې چې امریکا د اټومي وسلو لرونکو ګاونډیو ترمنځ د بشپړ جګړې مخه نیولې ده. اسلام‌اباد د واشنګټن رول منلی، خو نوی ډیلي یې لا هم ردوي.

لنډ کړکېچ

دا کړکېچ د اپرېل په میاشت کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو د یو ترهګریز برید نه وروسته  پیل شو، چې په ترڅ کې یې ۲۶ کسان، چې ډېری یې هندوان وو، ووژل شول.

هند د دې برید پړه پر پاکستان واچوله، خو اسلام‌اباد دا تورونه رد کړل.

د مې په میاشت کې د څلورو ورځو سختو جګړو پر مهال د دواړو خواوو له ۷۰ زیات کسان ووژل شول، تر دې چې ټرمپ د اوربند اعلان وکړ.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سکاټلنډ کې د یوې غونډې پر مهال وویل: "که زه نه وای، اوس به شپږ لویې جګړې روانې وې. هند به له پاکستان سره په جګړه بوخت و."

خو مودي ادعا وکړه چې دا پاکستان و چې د جګړې د درولو غوښتنه یې وکړه.

"هغوی زموږ د بریدونو ګرمۍ احساس کړه،".

د هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د کانګرس ګوند د اپوزېسیون مشر راهول ګاندي هغه ته وویل چې په پارلمان کې دې ووایي چې ایا  د هند او پاکستان ترمنځه د جګړې د درولو په مسئله کې ډونالډ ټرمپ دروغ وایي."

کشمیر، چې یوه مسلمانه اکثریتي سیمه ده، له ۱۹۴۷ کال راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوې ده.

دواړه هېوادونه پر دې سیمه بشپړ ادعا لري او تر اوسه یې دوه جګړې او ګڼې نښتې کړې دي.

د مې میاشتې جګړو دواړه سیالان یوې بلې جګړې ته نږدې کړل، خو ټرمپ په ښکاره د دې د درولو کریډیټ واخیست — یوه نسخه چې اسلام‌اباد یې منلې خو نوی ډیلي یې په کلکه رد کړې ده.

وپلټۍ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده